افغانستان
د لغمان اړوندو ښوونځیو ته د کتابونو د وېش بهیر پیل شو
لغمان د پوهنې ریاست مسؤلینو وویل چې د لغمان اړوند ښوونځیو ته د پوهنی وزارت له لوري د رالیږل شویو کتابونو د وېش بهیر پیل شو.
لغمان د پوهنې ریاست مسؤلینو وویل چې د لغمان اړوند ښوونځیو ته د پوهنی وزارت له لوري د رالیږل شویو کتابونو د وېش بهیر پیل شو.
د معلوماتو له مخې په دې بهیر کې ۵۸۹۱۵۶ ټوکه درسي کتابونه له لومړي تر دولسم ټولګي ویشل کېږي چې د وېش بهیر یې د پوهنې وزارت د نشراتو ریاست د کتابونو د وېش امر محمد ولي احمدزي او د پوهنې ریاست د عمومي زدکړو امر مولوي صدیق الله لخوا پیل شو.
د پوهنې ریاست د معلوماتو له مخې د لغمان اړوندو ښوونځيو ته ۸۹۴۲۳۶ ټوکه درسي کتابونه ضرورت دی
چې ۲۹۵۰۶۶ ټوکه یې پخوا رالیږل شوي وو او پاتې نور اوس راولېږل شول چې د اړتیا له مخې به ښوونځیو ته ورکړل شي.