افغانستان

مولوي عبدالسلام حنفي: د امنيت تامين او ټولنيزې هوساينې رامنځته کول د اسلامي امارت لومړيتوبونه دي

د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي د فارياب ولايت د ګرزيوان ولسوالۍ له يو شمېر علماوو او مجاهدينو سره لیدنه کړې.

د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي د فارياب ولايت د ګرزيوان ولسوالۍ له يو شمېر علماوو او مجاهدينو سره لیدنه کړې.

یادو علماوو د فارياب ولايت د ټولنيز او اقتصادي وضعيت او سيمه ييزې حکومتولۍ په اړه يې د رياست الوزرا اداري معاونیت ته معلومات ورکړي.

دوی ویلي، چې د اسلامي امارت په واکمنېدو سره هېواد کې سراسري  امنيت تامين شوی، خلک خپلو کارونو ته رسېدنه کولای شي او دا د افغان ملت لپاره لوی نعمت دی.

د فاریاب علماوو د اسلامي امارت له رهبري غوښتي، ترڅو ځوانانو ته د کاري فرصتونو رامنځته کولو، لیرې پرتو ساحو ته د برېښنا لېږد او د دې ولسوالۍ د سړکونو ترميم ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

مولوي عبدالسلام حنفي ویلي، چې د امنيت تامين او ټولنيزې هوساينې رامنځته کول د اسلامي امارت لومړيتوبونه دي او په دې برخه کې به له هېڅ ډول هڅو درېغ ونه کړي.

د رياست الوزرا اداري مرستيال زياته کړې؛ اسلامي امارت په پام کې لري چې د هېواد په مختلفو نقطو کې د نويو او لويو پروژو په تطبيق سره خلکو ته کاري زمينه برابره کړي.

دغه‌راز دا چاره به هېواد کې د اقتصادي پراختيا او پرمختګ لامل هم شي.

مولوي عبدالسلام حنفي ډاډ ورکړی، چې اسلامي امارت به خپلو امکاناتو ته په پام سره يادو برخو ته رسېدنه وکړي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *