په بغلان کې ۱۴ کسانو ته د کانونو د استخراج اجازت پاڼې وسپارل شوې
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ شهاب الدین دلاور بغلان ته د خپل سفر په ترڅ کې ۱۴ کسانو ته د کانونو د فني استخراج په موخه د کان کیندلو اجازت لیکونه وسپارل.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ شهاب الدین دلاور بغلان ته د خپل سفر په ترڅ کې ۱۴ کسانو ته د کانونو د فني استخراج په موخه د کان کیندلو اجازت لیکونه وسپارل.
په همدې موخه جوړه شوې غونډه کې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ شهاب الدین دلاور وویل، چې د کان د استخراج اجازت پاڼې په موقت ډول د نهو میاشتو لپاره یادو کسانو ته ووېشل شوې او که چېرې په نهو میاشتو کې دغه کسان د کانونو او پټرولیم وزارت د کانونو د قانون او شرایطو سره سم یې استخراج ترسره کړی وي ورته بیا اجازت پاڼې ورکول کېږي.
ورته مهال د کانونو او پټرولیم وزارت د پلان او پالیسۍ مرستیال شیخ ضیاالرحمن اریوبي وویل، چې په دې اجازت پاڼه کې د کانونو وزارت مکلف دی، چې د ساحې مقدماتي سروې ترسره، استخراج کوونکي ته موقت اجازه لیک صادر، د موقت اجازه لیک لرونکی د منرالي فعالیتونو څخه څارنه ترسره، د سرغړونې په صورت کې ورسره اجازه لیک فسخه او د ملي ګټو په پام کې نیولو سره د اجازه لیک په شرایطو کې تعدیلات راوستی شي.
اریوبي زیاته کړه: « اجازت لیک لرونکي هم مکلفیت لري له ټاکل شوي ځای مواد استخراج، د غیرقانوني استخراج شویو مواد له پلور ډډه وکړي، د کان کیندلو پرمهال تخنیکي معیارونه مراعات کړي، دوهم کس سره قرارداد نه شي کولای، د اسلامي امارت هیتانو ته به د نظارت آسانتیاوې برابروي، تخنیکي سپارښتنې به مني، په عصري وسایلو به استخراج کوي، په کم عمره ماشومانو به کان نه استخراجوي، د صوف اساسي تحکیمات به په پام کې نیسي او د ډبرو سکرو له پېرېدونکو سره به تبعیض نه کوي.»
په همدې حال کې د شمال د ډبرو سکرو د تصدۍ رییس مولوي آمین الله احمدي وویل، چې د دوی د سروې له مخې په بغلان کې ۴۰۰ کاني سیمې چې سکاره په کې شتون لري شته چې له ډلې یې د سکرو د ۱۴ صوفونو د فني استخراج اجازت پاڼې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست له لوري ۱۴ کسانو ته ووېشل شوې چې په قانوني بڼه به استخراج ترسره کړي.