افغانستان

افغانستان له متحده عرب اماراتو څخه د کرکټ ۲۰ اوره لوبلړۍ  وګټله

افغانستان له متحده عرب اماراتو څخه د ۳ شل اوریزه لوبو لوبلړۍ په خپل نوم کړله. دغه لوبلړۍ چې د مرغومي په ۱۶مه پیل شوې وې، تېره شپه یې وروستۍ لوبه هم وشوه، چې افغانستان له اماراتو څخه په ۴ ویکټو وګټله؛ چې له دې سره د اوره لوبو دغه لوبلړۍ افغانستان ۲-۱ په خپل نوم کړله.

افغانستان له متحده عرب اماراتو څخه د ۳ شل اوریزه لوبو لوبلړۍ په خپل نوم کړله. دغه لوبلړۍ چې د مرغومي په ۱۶مه پیل شوې وې، تېره شپه یې وروستۍ لوبه هم وشوه، چې افغانستان له اماراتو څخه په ۴ ویکټو وګټله؛ چې له دې سره د اوره لوبو دغه لوبلړۍ افغانستان ۲-۱ په خپل نوم کړله. د یادې لوبې پچه د متحده عرب اماراتو لوبډلې وګټله او لومړی یې د افغانستان پر وړاندې توپوهنه غوره کړله، چې په ټاکل شوو ۲۰ اورونو کې یې ۱۲۶ منډې وکړلې او افغان لوبډلې ته یې د ۱۲۷ منډو هدف وټاکه. د اماراتو لپاره تر ټولو ډېرې منډې ۲۷ محمد وسیم وکړلې. د افغانستان لخوا په توپ اچونه کې نوین الحق له نورو ښه لوبه وکړله او د مقابلې لوبډلې ۴ لوبغاړي یې وسوځول او همدارنګه قیس احمد ۳ او عظمت الله عمرزي ۲ لوبغاړي له ډګره بهر کړل.

د یادې لوبې په دویمه پاڼۍ کې ورکړل شوی هدف د افغانستان لوبډلې د نجیب الله ځدران په چټکې توپوهنې سره په ۱۹م اور کې پوره کړ، چې د افغانستان په توپوهنه کې حضرت الله ځاځي ۳۶، نجیب الله ځدران ۲۸ او ابراهیم ځدران ۲۳ له نورو ډېرې منډې وکړلې. د مقابلې لوبډلې په توپ اچوونکو کې جونېد صدیقي د افغانستان ۲، درو پاراشر او علي انصاري بیا یو – یو لوبغاړی وسوځوه.

د افغانستان د کرکټ بورډ ویاند او د عامه اړیکو مسؤل سید نسیم سادات د انیس ورځپاڼې خبریال ته په لېږل شوي غږیز پیغام کې، د نوموړې لوبلړۍ ګټل د افغانسان لوبغاړو د مورال لوړولو لپاره مهمه وبلله. ښاغلي سادات زیاته کړه: دغه سریز او د دغه لوبو ګټل د افغانستان لپاره ډېر ګټور و، ځکه چې افغانستان د همدغې جنوري میاشت په ۱۱مه، ۱۴مه او ۱۷مه نېټه د هندوستان پر وړاندې ۳ نړیوالې شل اوره سیالۍ لري. نوموړي له هندوستان سره د لوبو وروسته د راتلونکو لوبو یادونه هم وکړله، هغه و ویل: له هغې وروسته به مونږ له سریلانکا سره سریز لرو، چې د هغې تاریخونه تر اوسه په ډاګه شوي نه دي او همدارنګه د ۲۰۲۴ کال جون میاشت کې مونږه د شل اوریز نړیوال جام فارمټ هم لرو، د دغه سریز په ګټلو باندې د افغان لوبغاړو مورال لوړ شو، دوی لا ښه چمتو شول ترڅو راتلونکو لوبو لپاره بشپړې امادګۍ سره لاړ شي.

تاج محمد بهار- اطلاعات

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *