اسلامی

احتکار حرام او ناروا عمل دی

پاک الله «ج» د خپل حکمت پربنسټ بشریت داسې پیدا کړی چې د یواوبل درنښت او ارزښت وپیژني او د یواوبل د اړتیاوو د پوره کولو په هکله هڅې وکړي، ځکه هیڅکله یو تن له هغو څخه په یوازې ډول نشي کولای د خپل د اوسیدو او ژوندانه ستونزې حل کړي، پردې اساس د ورځنیو اړتیاوو د پوره کولو او د حلال رزق د ګټلو لپاره باید له ټولنې او خلکو سره واوسیږي، معاملات او راکړه ورکړه ترسره کړي اوهمداراز هراړخیزې اړیکي وپالي، د حلال رزق د حصول او ګټلو غوره طریقه  تجارت او سوداګري ده، مشروط په دې چې د تاجر ټول معاملات، د دوئ راکړه ورکړه په امانت، انصاف، عدالت او رښتیا ویلو ولاړې وي، برعکس که چیرې تاجر او هټیوال غله او ارتزاقي توکي د بیې (قیمت) د لوړیدو په هیله او نیت، زیرمه کوي  او پټ یې ساتي دا ډول کسان د احتکار مرتکب کېږي او پاک الله«ج» محتکرین په دنیا او عقبا کې د خپل عمل په سزا رسوي.

پاک الله «ج» د خپل حکمت پربنسټ بشریت داسې پیدا کړی چې د یواوبل درنښت او ارزښت وپیژني او د یواوبل د اړتیاوو د پوره کولو په هکله هڅې وکړي، ځکه هیڅکله یو تن له هغو څخه په یوازې ډول نشي کولای د خپل د اوسیدو او ژوندانه ستونزې حل کړي، پردې اساس د ورځنیو اړتیاوو د پوره کولو او د حلال رزق د ګټلو لپاره باید له ټولنې او خلکو سره واوسیږي، معاملات او راکړه ورکړه ترسره کړي اوهمداراز هراړخیزې اړیکي وپالي، د حلال رزق د حصول او ګټلو غوره طریقه  تجارت او سوداګري ده، مشروط په دې چې د تاجر ټول معاملات، د دوئ راکړه ورکړه په امانت، انصاف، عدالت او رښتیا ویلو ولاړې وي، برعکس که چیرې تاجر او هټیوال غله او ارتزاقي توکي د بیې (قیمت) د لوړیدو په هیله او نیت، زیرمه کوي  او پټ یې ساتي دا ډول کسان د احتکار مرتکب کېږي او پاک الله«ج» محتکرین په دنیا او عقبا کې د خپل عمل په سزا رسوي.

البته دې ټکي ته موباید پام وي چې د احتکار په هکله د قدرمنو علمای کرامو او لیکوالانو په لیکنو کې د قانع کوونکو دلیلونو په بنسټ وضاحت بیان شوی چې په لاندې توګه له هغه څخه یادونه کېږي:

احتکار: احتکار په لغت کې بندي کول د خوراکي شیانو په اراده یا نیت د ګراني دی.«حبس الطعام ارادة الغلاء»

احتکار په اصطلاح کې: احتکارپه اصطلاح کې عبارت دی دغلو یا نورو څیزونو د زیرمه کولو(انبارولو) اوساتلو څخه په نیت د لوړه بېې پلورلو، د ډیرې ګټې(سود) د ترلاسه کولو په پار.

احتکار په شرع کې: احتکار په شرع کې رانیول د خوراکي شیانو او په مثل ددې خوراکي شیانو، بند ساتل په نیت د ګراني دی.

عمر بن خطاب رضی الله عنه فرمایلي: ما د رسول صلی الله علیه وسلم څخه اوریدلي دي که چا خوراکي شیان پرمسلمانانو بند کړل په نیت د ګراني، الله جل جلاله به یې په جدام مرض اخته او مفلس کړي.

بل ځای بیا هم عمر بن خطاب رضی الله عنه فرمایلي رسول صلی الله علیه وسلم ویلي دي، احتکار کوونکی کس ملعون دی.

ابن عمر ویلي : رسول صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: که چا خوراکي شیان وساتل څلویښت  ورځې په نیت د احتکار دغه کس د الله جل جلاله څخه برئ( بیزاره) او الله جل جلاله له دغه کس برئ (بیزاره) دی.

د یادونې وړ ده چې له پورته ذکر  شویو حدیثونو په بنسټ احتکار حرام او ناروا عمل دی او احتکار کوونکی کس ملعون بلل شوی دی.البته په ټوله کې مقصد د احتکار څخه د خلکو د اړتیا وړ توکوساتل او خزانه کول دي ترڅو بیه یې زیاته شي او پلیتي یې هغه مهال زیاتیږي چې ځینې سوداګر او پانګه وال د لازیاتو توکو د ذخیره کولو لپاره یوله بل سره لاس په لاس کې ورکړي.

همداشان د احتکار ډیره بده بیلګه داده چې سوداګر په خپل سیال او مرستندویانو باندې تیری وکړي او د معاملې وړ توکو باندې خپل نظر وتپي او ډګر ورباندې تنګ کړي.

له احتکار څخه ډډه کول: یو مسلمان سوداګر د خوراکی توکو د بیو د لوړیدو په لټه کې باید ونه اوسي او باید په همدې هیله باندې خپل مالونه ذخیره نه کړي، په داسې حال کې، چې خلک ورته سخته اړتیا لري. پیغمبر صلی الله علیه وسلم په یوه حدیث شریف کې فرمایلی دي: محتکر انسان څومره بد دی؛ هغه څوک چې د الله تعالی جل جلاله له لوري د شیانو د قیمتونو په ښکته کیدو خپه او په لوړیدو یي خوشحاله کېږي څرنګه چې د خوراکي توکو د امنیت له اړخونو څځه یو هم د خوراکي توکو شتوالی او خوړو ته لاسرسی دی، نو پر دې بنسټ، د خوراکي توکو په احتکار سره هغوئ ته لاسرسی ستونزمن کېږي، چې په پایله کې د خوراکی توکو له ناامنۍ سره خلک مخ کېږي.

هر انسان د خپل وس او توان په کچه مکلف دی، چې د خوراکي توکو د ښه والي په برخه کې د ځان او نورو په وړاندې خپل انساني او اسلامي مسؤولیت ترسره کړي، بزګران په کښت او کرکیله کې او سوداګر له کمي او کیفی پلوه د خوراکي توکو په تولید او تورید اوهمدارنګه تجاران، پانګه وال، هټیوال او دوکانداران یې له احتکار پرته د ساتنې او د لږ ګټې په ترلاسه کولو سره بازار ته یې په وړاندې کولو سره باید اقدام وکړي.

البته دا باید هیرنه کړو چې د اسلام سپیڅلی دین په داسې حال کې چې مسلمانان له احتکار څخه منعه کوي، هم مهاله دوئ د نورو خلکو د اړتیاوو پوره کولو ته هڅوي، امیرالمؤمنین عمرفاروق«رض» له رسول اکرم «ص» څخه روایت کوي: څوک چې ارتزاقي توکي خلکو ته وړاندې کوي او په دې برخه کې د دوئ اړتیاوې پوره کوي، پاک الله«ج» د دوئ په رزق او روزي کې زیاتوالی او پراخوالی راولي، پردې اساس اړینه ده چې ټول ملي تجاران او هټیوال که هغه عمده پلورونکي دي یا پرچون پلورونکي، باید د توکو له احتکار او په لوړه بیه له پلورلو څخه لاس واخلي، ځکه هغه څه چې ځانته غواړي باید خپل بل مسلمان ورور ته یې هم وغواړي او هغه څه چې ځانته نه غواړي باید نورو ته یې هم و نه غواړي، په ټوله کې باید قدرمن هیوادوال او په ځانګړي توګه ملي سوداګر باید یاده موضوع ته ډیرپام ولري او په جدي ډول د خوراکي او ارتزاقي توکو له احتکار او په لوړه بیه یې له پلورلو څخه ځانونه وساتي ترهغو چې د دنیا او عقبا دواړو خیر ښیګڼې، اجرونه او ثوابونه یې په برخه شي.

شاه محمود درویش

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

همچنین ببینید
بستن