جهان

د جاپان او هند ګډ پوځي تمرينات ترسره شول

جاپان دفاع وزارت وېیلي، جاپان او هند د لومړي ځل لپاره د جنګي الوتکو په ګډون شریک پوځي تمرینات وکړل.

د جاپان دفاع وزارت وېیلي، جاپان او هند د لومړي ځل لپاره د جنګي الوتکو په ګډون شریک پوځي تمرینات وکړل. دغه وزارت وېیلي، چې توکیو تر دې مخکې دغه ډول دوه اړخیز تمرینات له امریکا، اسټرالیا او بریتانیا سره ترسره کړي دي. ځینو هندۍ رسنیوو د تېرې اوونۍ په لومړیو کې راپور ورکړی و، چې د هند او جاپان د پوځیانو ګډ پوځي تمرینات به د جنورۍ میاشتې له ۱۲مې د جنورۍ تر ۲۶مې دوام وکړي. دا تمرینات داسې وخت کېږي، چې د راپورونو له‌مخې چین هڅه کوي په هند-او-پسفیک ساحه کې خپل نفوذ پراخ کړي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *