افغانستان
هیوادکې د سهاميشرکت دجوړولو هڅېپيل شوي
د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسئولان وايي، چې هېواد کې د سهامي شرکت د جوړولو چارې پيل شوي دی.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسئولان وايي، چې هېواد کې د سهامي شرکت د جوړولو چارې پيل شوي دی.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مسئولانو په وینا په دې سهامي شرکت کې به ډېره برخه د کوچنیو پانګوالو تر څنګ له بهر څخه تازه راستنېدونکي پانګوال هم ونډه ولري.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت زیاتوي چې د سهامي شرکت په جوړېدو سره به دا شرکت هم په بېلابېلو دولتي پروژو کې د پانګونو د ترسره کولو کې حکمي او حقوقي شخصیت ولري او خپلو فعالیتونو ته به دوام ورکړي.
د خصوصي سکټور
ځینې غړي هم د صنعت او سوداګرۍ وزارت لخوا د سهامي شرکت د جوړېدو له اقدام هرکلی کوي، خو زیاتوي، چې که د صنعت اوسوداګرۍ وزارت غواړي دې شرکت کې د کوچنیو پانګوالو ډېره پانګه جذب کړي نو باید د دې شرکت رهبري د وزارت پر ځای یوه بانک ته وسپارل شي.