افغانستان

خلیل الرحمن حقانی د کډوالۍ نړیوال سازمان له عمومي رئیسې سره لیدنه کړې

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر خلیل الرحمن حقاني د کډوالۍ نړۍ وال سازمان له عمومي رییسې امي اې پوپ او مل پلاوي سره لیدنه کړې.

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر خلیل الرحمن حقاني د کډوالۍ نړۍ وال سازمان له عمومي رییسې امي اې پوپ او مل پلاوي سره لیدنه کړې.
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو سرپرست په پاکستان، ایران، ترکیې او نورو کوربه هېوادونو کې د افغان کډوالو د وضعیت، ستونزو او په اجباري توګه هېواد ته د راستنو شویو کډوالو په اړه معلومات ورکړي او ویلي يي دي؛ تاسو باید د هېواد له یو شمېر فرضي کرښو څخه لیدنه وکړئ، تر څو د افغان کډوالو حالت په خپلو سترګو ووینئ او دوی ته د ژمي په رارسېدو سره خپلې مرستې زیاتې او ګړندئ کړئ.
او همدا راز په راتلونکي کې له دوی سره د کور جوړولو، ښوونې او روغتیا په برخه کې هم مرستې وکړئ.
امي اې پوپ ویلي؛ مونږ غواړو له تاسو سره په شریکه او پوره همغږۍ له راستنېدونکو کډوالو سره مرسته وکړو او د دې له پاره غواړو له تاسو سره په ګډه د DTM سیستم جوړ کړو- دغه سیستم له مونږ سره له پاکستان، ایران، ترکیې او نورو کوربه هېوادونو څخه د افغان کډالو او راستنېدونکو په کره شمېر کې مرسته کوي.
مونږ د دغه سیستم د معلوماتو په کمک کولای شو، له نړۍوالو ملاتړ کوونکو څخه د افغان راستنېدونکو کډوالو له پاره مرستې را جلب کړو.
نوموړې زیاته کړې؛ مونږ پوره هڅه کوو د راستنېدونکو له پاره ژمنۍ مرستې برابرې او په راتلونکي کې په نورو برخو کې هم له دوی سره مرستې وکړو.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *