گزارش

اسلامي امارت د هوا د ککړتیا په مخنیوي کې  جدي ګامونه پورته کوي

علمي او اکاډمیکو څیړنو ښودلی چې د هوا د ککړتیا اصلي عامل دبي کاره او بی کیفیته موادو او په ټوله کې د زهرجنو او ګلخانه یې ګازونواود کاربن مونو اوکسایډو ، نایتروجن ډاېې اوکسایډو او په فابریکو او صنعتي سیمو کې د ډبرو د سکرو،او د ډول، ډول کیمیاوي موادو ، د سوځیدلو تیلو او نورو بی کاره شیانو څخه چې محیط او چاپیریال ککړوی رامنځ ته کیږي .

علمي او اکاډمیکو څیړنو ښودلی چې د هوا د ککړتیا اصلي عامل دبي کاره او بی کیفیته موادو او په ټوله کې د زهرجنو او ګلخانه یې ګازونواود کاربن مونو اوکسایډو ، نایتروجن ډاېې اوکسایډو او په فابریکو او صنعتي سیمو کې د ډبرو د سکرو،او د ډول، ډول کیمیاوي موادو ، د سوځیدلو تیلو او نورو بی کاره شیانو څخه چې محیط او چاپیریال ککړوی رامنځ ته کیږي .

له بده مرغه زمونږ په ګران هیواد افغانستان کې د اوږدې کورنۍ جګړي په تیربیا د روس یا دپخواني شوروي اتحاد او د امریکا د اشغال په دوران کي د راز ، راز زهرجنو وسلو د استعمال او دهغو څخه په هوا کې دپورته شو غازونو د بي شمیره بمې چاودنو او، وسلو د ، دودونو داستعمال نه ، او ترڅنګ ېې د بارانونو، ورښتونو او د واورو د نه وریدلو او په ټوله کې د اوږدي وچکالۍ نه ، رامنځ ته شوي .

دبلي خوا دبي شمیره څاګانو د کندني او دا ډول نور ناکاره مواد دي چې هوا ککړوي دا ټول، نه یوازي په انساني ژوند بلکي په ونو شنو باغونو او په ټولو شنو اوسمسورو نباتانو هم منفي او ناوړه اغیزي پریږدي، نوپکار دي چې په مخنیوۍ کې ېې هلي ځلي وشي تر څو  محیط او چاپیریال مو پاک اوصفا وي .

د هیوادپه ښارونو په تیر بیا د هیواد په پلازمیني کابل کې د ښه او په سټنډرډ ، برابرو معیاري کانالیزاسیونونو نه موجودیت ، له امله ، نه  یوازي هیوادوالو ته  ساه بندۍ او تنفسې ناروغي رامنځ ته کړي بلکي دهیواد محیط او چاپیریال ته ېې هم درانده او نه جبیره کیدونکي زیانونه اړولي .

له نیکه مرغه ۱۴۰۰ هـ.‌ش کال د اسد پر ۲۴مه دافغانستان د اسلامي امارت په راتګ سره د هیواد ،د هغو عواملو چې د هوا ، اوبو او خاوري د ککړتیا سبب کیږې جدي پاملرنه شوي  اود هیواد په ټولو ادارو ، د جوماتونو او مسجدونو ملاامامانو له لاري په هیواد والو غږ کړي چې د خپل محیط او چاپیریال په ساتنې کې جدي پاملرنه وکړي ځکه ککړه هوا د ساه بندۍ ، تنفسې اوډول، ډول ناروغیو لامل ګرځي چې باید مخنیوي ېې وشي.

د رسنیو د راپورونو له مخي د افغانستان اسلامي امارت چارواکو د هوا د ککړتیا په اړوند د هیواد ، په ۳۴ ولایتونو کې د جمعي په لمانځه کې د دیني عالمانو له خوا د هوا ، اوبو او

خاوري د ککړتیا د مخنیوي په تړاو هیواد والو ته هر اړخیزي سپارښتني کړي چې د یاد ، دریو عناصرو په پاک اوصفا ساتلواو د سالمي استفادي سره خپل مسئولیت اورسالت تر سره او هڅه وکړي  چې خپل چاپیریال او محیط پاک اوصفا وساتي .

باور دي که دافغانستان د اسلامي امارت چارواکي اړونده اداري او ارګانونه چې په دي برخه کي کار کوي مسئولانه تدابیر ونیسي او په دي برخه نړیوال سازمانونه هم راجلب کړي نه یوازي په  هیواد کې ، به د زهرجنوګازونو چې د هوا د ککړتیا او په مجموع کې د ډول، ډول ناروغیو سبب کیږي جدې مخنیوي وشي له شک پرته به د هیواد، د  سمسورتیا او پرمختګ لپاره هم ګټور او مفید تمام شي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *