افغانستان

د بغلان د شورابک،  دودکش، آهن درې او خورد درې له کانونو هره ورځ سل ټنه سکاره استخراجیږي

په بغلان کې د شمال د ډبرو سکرو تصدۍ مسؤلین وايي، چې هره ورځ سل ټنه د ډبرو سکاره د بغلان د نوي کشف شوي کان شورابک، دودکش، آهن درې او خورد درې  له کانونو څخه په فني توګه د لسګونه رسمي انجنیرانو او لسګونه نورو اجیرو کارکوونکو له لوري استخراج کېږي.

د شمال د ډبرو سکرو د تصدۍ ریس مولوي عبدالله حامد وايي  هر ورځ د شورابک له نوي کشف شوي کان څخه ۴۰ ټنه سکاره، د دودکش له کان څخه هم ۴۰ ټنه سکاره او د آهن درې او خورد درې له کان څخه شل ټنه سکاره استخراج کیږي چې د یادو درې واړو کانونو ورځنی استخراج ۱۰۰ ټنو ته رسېږي.

حامد وویل:« په کرکر، شورابک، دودکش او آهن درې و خورد درې په کانونو کې  د ۴۶ انجنیرانو  او کارکوونکو او دغه راز د ۱۰۵ اجیرانو

په ګډون ۵۳۰ مقولوي کسان په دې کانونو کې په کار بوخت دي.

مسؤلین وايي، چې په شورابک کان کې هم تر مخکې وخت اوس د استخراج کچه لوړه شوې او دغه راز په کرکر کان کې د واګونونو لپاره نوي خطونه جوړ شوي څو استخراج په فني، معیاري او اساسي ډول سره ترسره شي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *