د کرنې،اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت: لغمان کې څارويو ته د واکسين پلي کولو بهير پيل شوی
د کرنې،اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وياند مصباح الدين مستعين زموږ خبريال ته د يوې مرکې په ترڅ کې داسې وويل
د کرنې،اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وياند مصباح الدين مستعين زموږ خبريال ته د يوې مرکې په ترڅ کې داسې وويل:
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست په هڅو د افغانستان لپاره د هالنډ کمېټې له لوري د دې ولايت په مرکزاوولسواليو کې وړو شخوند وهونکو څارويوته د لیونتوب او انترکس واکسينونود تطبيق لړۍ پيل شوه.
مستعين څرګنده کړه:
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ مسئول الحاج مولوي محمد ولي محسن ويلي چې د هالنډ کمېټې له لوري ١٣١ زره او ١٠٠ ډوزه واکسينونه وړو شخوند وهوونکو څارويو ته پلي کېږي.
د لغمان دکرنې رئيس داهم ويلي، چې په يادو واکسينونو به ٣٧ زره او ١٠٠ د څارويو د يوې ناڅپي مړينې(ټک) او همدارنګه ٩٤زره د څارويو دلېونتوب ناروغۍ
واکسينونه هم پلي شي.
مستعين وويل:
ياد واکسينونه به په وړو څارويو کې د ناروغيو د مخنيوی او سربېره پر دې به د څارويو لرونکو اقتصادي ستونزو د حل په موخه ترسره کېږي.
دغه راز ددې ترڅنګ ٥٣ زره ډوزه د څارويو د داخلي چنجيو درمل هم پر مالدارانو وېشل کېږي.
وړاندې تردې هم د هالنډ کمېټې له لوري دلغمان په بېلابېلو ولسواليو کې زرګونو څارويوته د لېونتوب واکسينونه تطبيق شوي او په راتلوونکي کې به هم ياد واکسينونه تطبيق شي.
نوري