اجتماعی

دماشومانو سالمه روزنه او پالنه یو لومړیتوب دی

له شک پرته دا واقعاً یوه پرځای او غوره ویناده چې وایي دهرهېواد راتلونکې دهغه هېواد ماشومانو پورې اړه لري، ځکه دنن ورځې ماشومان په حقیقت کې د سباورځې لویان، میندې اوپلرونه دي، پردې بنسټ زمونږ په ګران هېواد سرلوړي افغانستان کې دماشومانو دسالمې اوښې روزنې، پالنې اوساتنې په موخه باید په لومړي قدم کې دهرې کورنۍ ماشومانو ته دمیندو او پلرونو له خوا ځانگړې او هراړخیزه پاملرنه وشي او خپل اولادونه باید دلیک او لوست دزده کړي له پاره ښوونځیو او مدرسو ته ولیږي او په دویم قدم کې دهېوادپالو ښوونکو ایماني او وجداني دنده او مسئولیت دی چې  په خپل ټول توان، قدرت، وړتیا او پوهې سره د هېواد ماشومانوته په ښه او هراړخیزه توگه روزنه ورکړي، ترڅو په راتلونکې کې د سالمو، پوهو او هېواد پالو شخصیتونو په توگه ټولنې او خلکو ته د غوره خدمتونو وړ وگرځي.

له شک پرته دا واقعاً یوه پرځای او غوره ویناده چې وایي دهرهېواد راتلونکې دهغه هېواد ماشومانو پورې اړه لري، ځکه دنن ورځې ماشومان په حقیقت کې د سباورځې لویان، میندې اوپلرونه دي، پردې بنسټ زمونږ په ګران هېواد سرلوړي افغانستان کې دماشومانو دسالمې اوښې روزنې، پالنې اوساتنې په موخه باید په لومړي قدم کې دهرې کورنۍ ماشومانو ته دمیندو او پلرونو له خوا ځانگړې او هراړخیزه پاملرنه وشي او خپل اولادونه باید دلیک او لوست دزده کړي له پاره ښوونځیو او مدرسو ته ولیږي او په دویم قدم کې دهېوادپالو ښوونکو ایماني او وجداني دنده او مسئولیت دی چې  په خپل ټول توان، قدرت، وړتیا او پوهې سره د هېواد ماشومانوته په ښه او هراړخیزه توگه روزنه ورکړي، ترڅو په راتلونکې کې د سالمو، پوهو او هېواد پالو شخصیتونو په توگه ټولنې او خلکو ته د غوره خدمتونو وړ وگرځي.

د اسلامي امارت اړوند ارګانونو د ماشومانو د ملاتړ لپاره هم یوڅه بیلا بیل پروګرامونه په لاره اچولي، لکه څنګه چې ویل کېږي؛ په ټول هېواد کې د ماشومانو د شاقه یا دروند کارونو د مخنیوي لپاره پاملرنه زیاته شوې او د پلازمینې کابل په ګډون په ډیرو ولایتونو کې روزنتونونه او دارالایتامونه جوړ او فعال شوي او هغه ماشومان په کې روزل او ساتل کېږي چې میندې یا پلرونه یې مړه وي، یا ورک وي، یتیمان وي اویا هم بې سرپرسته وي، الحمدلله اوس مهال په دغو روزنتونونو کې دهغو کورنیو ماشومانو لپاره د حرفوي زده کړو پلانونه هم په لاره اچول شوي چې له اقتصادي ستونزو کړیږي، د رسنیو په حواله همدا اوس د هېواد په کچه ۸۰  روزنتونونه فعالیت لري چې شاوخوا لس زره یتیم او بې سرپرسته ماشومان په کې تر روزنې لاندې دي، دغه راز د پوهنې وزارت هم په پلان کې لري چې په راتلونکي کال کې دهغو ماشومانو لپاره تعلیمي مرکزونه جوړ کړي، چې سخت کارونه کوي او یا له ګاوندیو هېوادونو بیرته را ګرځول کېږي.

همداراز ویل شوي چې په افغانستان کې له هروپنځو ماشومانو یې یو کار کوي او دبېوزلۍ له امله ځینې ماشومان اړ دي چې ښوونځی پریږدي اود ۱۵۰ افغانیو په بدل کې ۱۲ ساعته کار وکړي، د احصائیې او معلوماتو ملي ادارې د راپور له مخې د هېواد په کچه له ټولو ماشومانو ۱۹،۶ سلنه هلکان او ۱۹،۱ سلنه نجونې کار کوي. چې دا ډیره خواشینونکې ده.

البته دې ټکي ته موهم باید پام وي، لکه څنګه چې دټولنې اکثره وګړو په خپلو سترګو ولیدل چې د اسلامي امارت مسئولو مراجعو په ښارونو کې له بیلابیلو لارو او کوڅو هغه تنکي ماشومان راټول کړل، چې له دې وړاندې یې سختو یا شاقه کارونوته ملاتړلې وه او اوس مهال ورته حرفوي زده کړې ورکول کېږي، ترڅو په راتلونکې کې د ټولنې د اوږو بار نه شي او وکولای شي خپل ځان او دکورنۍ غړوته حلاله روزي وګټي، چې دا یو غوره اقدام ګڼل کېږي.

دا ډیره اړینه اوضروري ده، هغه ټولې ادارې چې د ماشومانو په برخه کې کار کوي باید لاهم په ډیر زړه سوي سره رغنده کار او فعالیت وکړي ترڅو هغه ستونزې چې د هېواد دګلالیوماشومانو په مخکې پرتې دي په بشپړه توگه له منځه ولاړې شي، همداشان اړینه بریښي چې په لومړي قدم کې هره کورنۍ هم باید د خپلو ماشومانو ښې او سالمې روزنې او پالنې ته هراړخیزه پاملرنه وکړي، یعنی دوی باید هیڅ ډول اجباري یا شاقه کارونو ته اړ نه کړي، بلکې تل یې باید په سالمه توگه روزنه او پالنه وکړي چې په دې ډول په رښتینې توگه د هېواد ټول ماشومان یوازې او یوازې د علم او پوهې په بې ساري گاڼه سمبال شي او په راتلونکې  کې هېواد او هېوادوالو ته د ښو او غوره خدمتونو د ترسره کولو په موخه ټولنې ته وړاندې شي.

په ټولنه کې د هروګړي په پرتله د ماشومانو رول ډیرمهم دی، ځکه همدغه ماشومان کولای شي په راتلونکي کې د هر هېواد په ښکلا، هوساینه او پرمختګ کې بنسټیز رول ولوبوي، خپل هېواد له ګڼ شمیر ستونزو وژغوري او له سیالانو سره یې سیال کړي، نو قدرمنو والدینو! که چېرې په لومړي قدم کې تاسې د خپلو کوچنیانو په سالمه روزنه او پالنه کې رغنده کوښښ، هڅه اوهاند وکړئ، نو له شک پرته چې کولای شو د هېواد پرښې راتلونکي او روښانه سباوون هم بشپړ باور ولرو او که چېرې په ټوله کې

مونږ ونه شو کړای چې ټولنې ته له هره پلوه سالم اولادونه وړاندې کړو، نو په لازمی توګه باید دخپل هېواد ښې راتلونکي ته هم په تمه ونه اوسو، بناءً په ټوله کې باید وویل شي، او دا یوه جدي اړتیا هم بلل کېږي، چې دهېواد په کچه د ښوونځیو ترڅنګ دیني مدرسو ته ځانګړې پاملرنه وشي، ځکه وروسته له دې باید زمونږ کوچنیان، تنکي زلمیان او ځوانان دې ته مجبور نه شي چې د دینې علومو د زده کړې لپاره پردیو هېوادونو ته سفر وکړي، بلکې په خپل هېواد کې په بشپړه سپیڅلتیا او حب الوطن سره خپلې دیني او عصري زده کړې وکړي او په ټوله کې دهېواد نوی نسل د ښې راتلونکي  په موخه خپلې نه ستړي کیدونکې هڅې لاپسې ګړندۍ او پیاوړې کړي ترڅو ګران افغانستان د نړۍ د پرمختللو هېوادونو په کتار کې له سیالانو سره سیال هېواد شي.

شاه محمود درویش

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *