گزارش

د کرنې، اوبو لګولو اومالدارۍ وزارت وياند:    ترکيې د کرنې له وزارت سره دهمکارۍ هوډ وښود

په کابل کې د ترکيې سفير جنک اونال ديوې کتنې پرمهال،چې د کرنې ،اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له سرپرست سره ترسره شوه د خپل حکومت او خلکو د همکارۍ هوډ وښود.

په کابل کې د ترکيې سفير جنک اونال ديوې کتنې پرمهال،چې د کرنې ،اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له سرپرست سره ترسره شوه د خپل حکومت او خلکو د همکارۍ هوډ وښود.

د کرنې،اوبو لګولو اومالدارۍ وزارت وياند مصباح الدين مستعين وويل:د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ سرپرست وزير مولوي عطاء الله عمري او د دغه وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستيال مولوي صدراعظم عثماني په کابل کې د ترکيې له سفير جنک اونال سره د ليندۍ په ۱۴مه وکتل او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د کرنې او مالدارۍ په برخه کې د تجربو پر شريکولو خبرې وکړې.

ده زياته کړه :په دې کتنه کې دواړو لورو د افغانستان او ترکيې ترمنځ د ګډ کار او د کرنيزو تجربو د تبادلې په اړه خبرې وکړې. ددې کتنې په ترڅ کې د ترکيې سفير د نشه يي توکو د کښت او کرکيلې د مخنيوي په برخه کې د افغانستان د اسلامي امارت د مبارزې او قاطع پريکړې ستاينه وکړه او له افغانستان سره يې د ترکيې د خلکو او حکومت د همکارۍ لېوالتيا وښوده.

ده څرګنده کړه :مولوي عطاء الله عمري ترکي

پلاوي ته د هر ډول بوټي د کرکيلې په برخه کې د افغانستان د بې سارې ځانګړنو په اړه معلومات ورکړل او له دغه پلاوي څخه يې وغوښتل، چې د کرنې د پراختيا او په دې برخه کې د دواړو ملتونو د نږېدوالي په پار د ارتباطي پله په څېر واوسي.

مستعين وويل:د کرنې سرپرست وزير «د تېرو جګړو او ستونزو له امله د افغانستان کرنه دوديزه او وروسته پاتې وبلله »او ويې ويل، اړتيا ده چې په دې برخه کې کار وشي او زموږ د هېواد کرنه پر خپلو پښو ودرېږي. د ترکيې له حکومت څخه غوښتنه کوو، چې دکرنيزو تجربو د لېږدولو، د متخصصينو لېږل، د متخصصينو ګډې ناستې، د کرنيزو او مېوو محصولاتو په اډانه کې د پانګونې او سوداګرۍ په برخه کې زموږ سره همکاري وکړي، ځکه چې ترکيه د کرنې، مالدارۍ، بڼوالۍ، ځنګلونو او ماشينونو په برخه کې يو پرمختللی هېواد دی او کولی شي زموږ د بزګرانو لپاره اغيزمنې چارې ترسره کړي».

ده څرګنده کړه: د کرنې سرپرست وزير ډاګيزه کړې چې افغانستان د هر ډول بوټو کرکيلې لپاره مناسبه چاپېريال لري او په دې هېواد کې د ارګانيکو محصولاتو ودې ته زمينه برابره ده. هغه له ترکي سوداګرو وغوښتل، چې د افغانستان د کرنې په سکتور کې پانګونه وکړي،ځکه«د دې هېواد محصولات ارګانيک، بې ضرره او لوړ کيفيت لرونکي دي، چې د نړۍ په هېڅ ځای کې نشته. موږ ترکي پانګوالو ته بلنه ورکوو چې دلته راشي، موږ ورته ځمکه ورکوو او له افغان سوداګرو سره په ګډه پانګونه او کار وکړي».

مستعين وويل :د ترکيې سفير د نشه يي توکو د کښت او کرکيلې د مخنيوي په برخه کې د افغانستان د اسلامي امارت د مبارزې او قاطع پريکړې ستاينه وکړه او له افغانستان سره د ترکيې د خلکو او حکومت د همکاريو لېوالتيا وښوده.

ده زياته کړه :د ترکيې سفيرهوډ وښود چې «د اسلامي امارت او په ځانګړې توګه د کرنې او مالدارۍ په برخه کې همکاري وکړي.سربېره پردې

سوداګر او پانګوال به هڅوي چې راشي او د شته فرصت څخه په ګټې اخيستنې چې  امنيت نعمت دی د افغانستان له خلکو سره کار وکړي.هڅه کوي چې ترکيې ته لوړ مقاومت لرونکي محصولات انتقال،چې وپلورل شي، د ترکيې د خلکو او پانګوالو لېوالتيا داده، چې پر وچو مېوو او انارو پانګونه وکړي، ځکه وچې مېوې او انار تر ډېره په لاره کې نه خوساکېږي د پېر-پلور ښه بازار هم لري».

په افغانستان کې د اسلامي امارت له واکمنۍ وروسته ترکيې د افغانستان له اسلامي امارت سره ډېرې مثبتې اړيکې لرلې او د افغانستان د کرنې په سکټور کې يې ډېرې همکارۍ کړې دي.

نوري – اطلاعات

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *