د نیمروز لوړو زدهکړو موسسې لیلیې د ودانۍ چارې پیل شوې
د نیمروز د لوړو زدهکړو موسسې د لیلیې د ودانۍ چارې د لوړو زدهکړو سرپرست وزیر مولوي ندامحمد نديم له لورې د نیمروز ولایت سرپرست او مرستیال والي، ادارې رئیسانو، د علماوو د ولایتي شورا غړو او د مدارسو مسولینو په شتون کې پیل شوې.

د لوړو زدهکړو سرپرست وزیر ویلي؛ د امیرالمؤمنین حفظهالله د ځانګړي هدایت پر بنسټ د ۲۱۸ میلیونه افغانیو په ارزښت د نیمروز او زابل ولایتونو د لوړو زدکړو موسساتو او د کندهار د طبي روغتون نیمه بشپړې پروژې بېرته پیلېږي.
د نیمروز د لوړو زدکړو موسسې د لیلیې پروژه به د درېیو میاشتو په موده کې بشپړه
او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي، چې په بشپړیدو سره به یې د یادې موسسې اداري، تدریسي او لیلیې ستونزې حل سي.
مولوي ندا محمد نديم زیاته کړې؛ اسلامي امارت د هېڅ هېواد فرمایش نه مني او یواځنی هېواد دی، چې اسلامي شریعت پکې پلي کېږي.
نوموړي زیاته کړې؛ په هېواد کې د شریعي احکامو د پليکولو سربیره په هېواد کې بشپړ او سرتاسري امنیت تامین شوی دی او هر مسول خپل مسولیت په ښه توګه سرته رسوي.
ښاغلي ندیم د خبرو پر مهال په راتلونکي کال کې د نیمروز د پوهنتون د ادارې د ودانۍ او معیاري لیلیې جوړولو ډاډ ورکړی.