افغانستان

د څښاک اوبو کمساري کمښت هېوادوال اندېښمن کړي

افغانستان کې د څښاک او ورځني مصرف اوبو ته د لاسرسي له محدوېدو شکایتونه په ډېرېدو دي. په پلازمېنه کابل کې هم ده چې میلیونونه اوسېدونکي لري.

افغانستان کې د څښاک او ورځني مصرف اوبو ته د لاسرسي له محدوېدو شکایتونه په ډېرېدو دي. په پلازمېنه کابل کې هم ده چې میلیونونه اوسېدونکي لري.

د کابل په ځینو سیمو کې خلکو د اوبو ترلاسه کولو ته اږده کتارونه جوړ کړي وي.

د افغانستان د انرژۍ او اوبو وزارت د څېړنې له مخې چی څو کاله وړاندې شوې، په کابل کی تر مځکې لاندې اوبو کچه تر ۲۰ مترو پورې کمه شوې ده.

د اقلیم بدلون، پرله پسې وچکالي، د اوبو مصرف کې بې احتیاطي او بې درېغه د ژورو څاګانو کېندل هغه عوامل دي، چې تر مځکې د لاندې اوبو کمېدو لامل کېږي.

د څښاک د اوبو کمښت او له دې اړخه راتلونکې ته اندېښنې اوس پر خواله رسنیو کې د بحث مهمه موضوع ده.

د کابل ځینې اوسېدونکي وايي،‌ له دې کبله چې څاګانې وچېږي، دوی اړ شوي چې په څو کلونو خپلو کورونو کې دوې دری ژورې څاګانې وکېندي.‌

د یادونې ده چې په کابل او ځینو لایتونو کې لسګونو زره کورونو ته د نل اوبو شبکې هم غځېدلې دي.

‌د افغانستان د اوبو رسولو مشر انجنیر نعمت الله احمدي څه موده مخکې بي‌بي‌سي ته ویلي وو “موږ په هغې اندازه اوبه نشو رسولی څومره یې چې اړتیا ده. کابل ښار کې موږ ۷۰ زره کورنیوو ته د څښلو پاکې اوبه رسوو. داسې حال کې چې ۳۰۰ زرو نه اضافه کورنۍ د نل اوبو ته اړتیا لري خو موږ نشو کولای ځکه د اوبو له کمښت سره مخ یوو او سرچینې وچې شوي.”

پر کابل سربېره له ولایتونو هم د څښاک اوبو د کمښت رپوټونه ترلاسه کېږي.

له نیمروز ولایته د ځینو خلکو په حواله رسنيوو خبر ورکړی، چې دوی هم د څښلو او نور ورځني مصرف د اوبو له جدي کمښت سره لاس ګریوان دي.‌

دوی وېیلي، دغلته د اوبو د هرې بوشکې بیه له ۱۵ څخه ۳۰ او ۳۵ افغانیو او د یوه ټانکر اوبو بیه له ۳۵۰ څخه ۱۲۰۰ افغانیو ته ختلې ده.

خو ځايي چارواکو وېیلي چې دوی د اوبو د تصفیې شرکتونو او د ټانکرونو خاوندانو ته بیې ټاکلې خو هغوی پر عمل نه دی کړی.

د روغتیا نړیوال سازمان او د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) وران کال په ګډ راپور کې وېیلي وو چې په نړۍ کې له هرو درېیوو کسانو یو د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري.

ملګرو ملتونو هم د اوبو نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي وو، په نړۍ کې هر کال ۱ اعشاریه ۴ میلیونه انسانان د ناپاکو اوبو څښلو له امله د رامنځته کېدونکو ناروغیو پایله کې مري او د ۷۴ میلیونه نورو عمر د کمزوري حفظ الصحې له کبله لنډېږي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *