افغانستان
د لوړو زده کړو وزارت سرپرست هرات ته سفر وکړ
د لوړو زده کړو وزارت سرپرست شیخ نداء محمد ندیم او مل پلاوي هرات ته د کاري سفر په ترڅ کې په دغه ولایت کې د تخصصاتو د نوي تاسیس شوي رياست څخه لیدنه وکړه. نوموړي په دغه کتنه کې د هرات ولایت تخصصاتو رياست د بېلابېلو برخو څخه د ليدنې ترڅنګ د ياد رياست د مسؤلينو غوښتنې، وړاندیزونه او ستونزې واورېدې.

د لوړو زده کړو وزارت سرپرست همدرانګه د هرات ولايت تخصصاتو رياست درسي ټولګي، دفترونه، کتابتون او بېلابېلې برخې وکتلې او اړونده مسؤلينو ته یې د دغه رياست د اړتياوو او ستونزو ته په عاجله توګه رسېدو په برخه کې لارښوونې وکړې.