افغانستان

د اندر اګاندي روغتون کې هره ورځ شاوخوا ۱۲۰۰ ناروغانو درملنه کېږي

د اندرا ګاندي د ماشومانو لوی روغتون د نن څخه ۵۵ کاله وړاندې د بنسټ ډبره کېښودل شویده او په افغانستان کې یواځینی روغتون دی چې ماشومانو په برخه کې خدمات وړاندې کوي، په نوموړي روغتون کې هر ورځ د هېواد د بېلابېلو ولایتونو څخه شاوخوا د۱۰۰۰نه تر ۱۲۰۰پورې ناروغانو د او پی ډي برخي ته مراجعه کوي او په یوه شپه او ورځ کې د ۴۵ نه تر ۵۰ په شاوخوا کې لوی او واړه عملیاتونه تر سره کوي.

د اندرا ګاندي د ماشومانو لوی روغتون د نن څخه ۵۵ کاله وړاندې د بنسټ ډبره کېښودل شویده او په افغانستان کې یواځینی روغتون دی چې ماشومانو په برخه کې خدمات وړاندې کوي، په نوموړي روغتون کې هر ورځ د هېواد د بېلابېلو ولایتونو څخه شاوخوا د۱۰۰۰نه تر ۱۲۰۰پورې ناروغانو د او پی ډي برخي ته مراجعه کوي او په یوه شپه او ورځ کې د ۴۵ نه تر ۵۰ په شاوخوا کې لوی او واړه عملیاتونه تر سره کوي.
داندرا ګاندي ماشومانو ملي او تخصصي روغتون…

رئیس ډاکټر حسیب الله رحیمزي انیس ورځپاڼې خبریال ته په ځانګړې مرکه کې وویل:« اندرا ګاندي د ماشومانو روغتون د هېواد په سطحه یو کمپلیکس لوی روغتون دي چې اور توپیدي، سوخته ګي ، زړه ناروغان ،داخله ،دپزي او غوږ او عمومي جراحي د تجربه لرونکو او متخصصو ډاکټرانو لخوا په بریالي توګه درملنه کېږي»
یاد روغتون ته د هېواد د مختلفو ولایتونو او لرې پرتو سیمو څخه ګڼ شمېر ناروغان چې په ولایتونو کې یې در ملنه نه کېږي، نوموړي روغتون ته د درملني په موخه راځي، او درملنه یې په ښه شان تر سره کېږي .
ښاغلي رحیمزي زیاته کړه :« اندارګاندي ماشومانو روغتون په یوه شپه او ورځ کې شاو خوا د ۴۵ نه تر ۵۰ پورې لوی او واړه عملیاتونه د تجربه لرونکواومتخصصو ډاکټرانو لخوا په بریالي توګه سرته رسيږي، په همدي روغتون کې داسلامي امارت له راتک څخه وړاندې په ۲۴ ساعتونو کې ۲۰پورې عملیاتونه کېدل»
همداشان رحیمزي وایي، د اندراګاندي د ماشومانو ملي معالجوي او تخصصي روغتون۳۶۰ بستریزه ضرفیت لري، ډېر کله تر ۵۰۰ شاو خوا پورې د نا روغانو مراجعی کوي، چې په هر بستر کې دوه او درې ناروغان اچول کېږي.
په همدې ترتیب دیاد روغتون ریس وایي، که چیرته دعامې روغتیا وزارت اواسلامي امارت مشران یاد روغتون ته طبی وسایل او روغتیایي پرسونل زیات کړي د روغتون ټولي ستونزي او مشکلات به حل شي .
ډاکټر حسیب الله رحیمزي زیاته کړه، په تېرو دوه کالونو کې اسلامي امارت په راتک سره د اندراګاندي د ماشومانو روغتون کې ډېر غیرفعالي برخې بېرته په فعالیت پیل وکړ.
همداشان دنوموړي روغتون رئیس حسیب الله « رحیمزی» وایي، د اندرا ګاندي ماشومانو روغتون دا مهال ۷۰۰ په شاوخوا کې پرسونل لري او په راتلونکي وخت پلانونه لرو چې یا دروغتون دسیمي په کچه یو نړیوال روغتون شي، په اینده کې مې موخه داده چې د روغتون ډاکټران او بستر زیات کړواو لا ښه خدمات خپلو هېوادوالو ته وړاندې کړو.
بل لورته د روغتون یو تن متخصص ډاکټر روح الله وایي، که چیرته اسلامي امارت او خصوصاً دروغتیا وزارت مونږ ته پاملرنه زیات کړي او امکانات په واک کې راکړي نو روغتیایي پرسونل کولای شی چې لا نور هم خپل ملت او اولس ته غوره خدمات وړاندې کړو.
دپکتیا ولایت څخه یو تن ناروغ ماشوم پلار کبیروایي،ډېرخوښ اوخوشحاله یم چې د زوی عملیات مې په خپل هېواد کې په بریالي توګه وشول، نوموړي زیاته کړه د روغتون ټول روغتیایي پرسونل وخت پر وخت د ناروغانو کتنه او معاینات کوي، او مونږ ترې خوشحاله یو.
په پای کې د نوموړي روغتون رئیس ښاغلي حسیب الله « رحیمزي»خوښي څرګنده کړه چې خپل ملت ته د روغتیا په برخه کې خدمات وړاندې کوي.
سمیع الله مومند- اطلاعات

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *