اسلامی

د نفس غوښتنو مفاسد

نفس غوښتنه (هوي النفس) یعني د هرچا چې خپل زړه څه غواړې هغه کوي ، هوي هغه شي ته وایې چې انسان مینه ورسره لري او د ده زړه یې غواړي ، قران کریم وایې : ژباړه: او چې ځان یې د نفس او هوي له غوښتنو منعه کړ . او دانسان د نفس او زړه غوښتنې د الله د غوښتنو خلاف ګناهونه او معصیتونه وي. په یوه حدیث کې راغلي دي:

مولوي شمس الهدی هادي

نفس غوښتنه (هوي النفس) یعني د هرچا چې خپل زړه څه غواړې هغه کوي ، هوي هغه شي ته وایې چې انسان مینه ورسره لري او د ده زړه یې غواړي ، قران کریم وایې : ژباړه: او چې ځان یې د نفس او هوي له غوښتنو منعه کړ . او دانسان د نفس او زړه غوښتنې د الله د غوښتنو خلاف ګناهونه او معصیتونه وي. په یوه حدیث کې راغلي دي:

ژباړه

عبدالله بن عمر رضي الله عنه وایې : رسول الله صلي الله علیه و سلم ویلې دي : دری هلا کوونکي شیان دي، دری نجات ورکوونکي شیان دي ، دری ګناهونه تویوونکي شیان دي ، دری درجې لوړوونکي شیان دي . دری هلا کوونکي شیان دا دي : داسې بخل چې خلک یې پیروي کوي ، د نفس دغوښتنو پیروي، ځان خوښونه او غرور . دری نجات ورکوونکي شیان دادي: په غوسه او خوشالي کې عدل کول ، په غریبي اوشتمني کې منځلاریتوب ، په پټه او ښکاره له الله نه ویره . دری ګناهونه تویوونکي شیان دا دي : له لمانځه وروسته دبل لمانځه انتظار ، په یخ کې په پوره توګه اودس کول ، دجمعولمنځونو ته ګامونه اخیستل . دری درجې لوړوونکي شیان دا دي : مسکینانو ته ډوډۍ ورکول ، سلام کول زیاتول ، چې خلک ویده وي دشپې لمونځ کول . د نفس د پیروي او د زړه د غوښتنو ګڼ شمیر مفاسد او خرابۍ دي چې څو یې دلته را اخلو :

لومړی : هوا او نفس غوښتنه چې له هرشي سره یوځای شي خرابوي یې ، که له علم او پوهې سره هو او نفسي غوښتنې یوځای شي عالم بیلارې ، ګمراه او دنفس لیونی کړي ، په بدعتونو او بیلاریو یې اخته کړي ، که له زهد سره هوا او نفس غوښتنې یوځای شي زاهد ریاکار او ګناهګار وګرځوي ، که واکمن او دقدرت څښتن د هوي په ناروغي اخته شي ظلم او له حق نه انکار ته مخه کړي ، که په ویش او تقسیم کې هوي او نفس غوښتنې ځای ونیسي عدل او انصاف له منځه یوسي ، لنډه دا چې هوي او نفس غوښتنې هر غوره عمل شیطاني عمل ګرځوي.

دویم : خدای جل جلاله په قرانکریم د نفس او هوا پیروي کوونکی له سپک حیوان سره پرتله کړی دی ، کله یې له سپي سره تشبیه کړی دی لکه په دې ایت کې :ژباړه: یعني خو هغه ځمکي ته ټیټ شو او دخپل نفس پیروي یې وکړه نو د ده مثال دسپي ده . (سورة الأعراف. 176) . او کله یې له خرو سره تشبیه کړی دی

دریم : عبدالله بن عباس رضي الله عنهما وایې : د هوي او نفس پیروي کوونکی چې هرځای په قران کریم کې یاد شوی دی بدې او ذم یې بیان شوی دی او دهوي او نفس له پیروي کوونکي لوی ګمراه او بیلاري بل نشته لکه قران کریم ویې : ژباړه: یعني د الله له هدایت پرته چې څوک د خپل نفس پیروي وکړي له هغه به بل لوی ګمراه نه وي . امام الشعبي وایې چې هوي ته هوي ځکه وایې چې د هوي پیروي کوونکی به په اور کې لویږې . الجامع لأحكام القرآن (16/144) للقرطبي .

امام حسن البصري رحمه الله وایې : د هوا پیروي کوونکی انسان داسې وي چې هرڅه یې زړه وغواړي کوي یې “هو الذي لا يهوى شيئا إلا ركبه”، . امام قتاده رحمه الله وایې : د هوا دپیروي کوونکي چې هرڅه ته زړه وشي پرې سپریږي . اوهرڅه یې چې زړه وغواړي یوډول تقوي او ورعه یې هم له هغه شي نشې منعه کولی .

څلورم : هوا او دنفس پیروي یوه ناروغي ده او مخالفت کول یې درملنه او علاج ده ، ځیني علماو ویلې دي : که ته غواړي زه به ستا ناروغي در وښیم ، او که غواړې د هغې درملنه به هم در وښیم ، ستا دنفس غوښتنې ستا ناروغي ده او د نفس غوښتنو مخالفت کول یې درملنه او علاج ده . بشر الحافي رحمه الله وایې : بلا او مصیبت ټول ستا د نفس په غوښتنو کې ده او په مخالفت کې یې شفا ده .

 

په حدیثو کې هم د هوي مخالفت او ډیره بدي بیان شوې ده ، رسول الله صلي الله علیه وسلم به دا دعا کوله :. خدایه ! پناه غواړم له بدو اخلاقو او بدو اعمالو او دنفس له غوښتنو . (رواه الترمذي والحاكم )

امام ابو الفرج عبدالرحمن بن الجوزي رحمه الله تعالي ( ۵۱۰ ـ ۵۹۷ ) یو ښکلی کتاب لیکلی دی چې ( ذم الهوي) نومیږې او د نفس غوښتنو او هوا په اړه یې خورا په زړه پورې بحثونه او ښایسته معلومات وړاندې کړې دي . که څوک نور تفصیلات غواړي دې کتاب ته دي مراجعه وکړي .

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *