گزارش

په مزارشریف ښار کې د بولي مرکز پرانیستل شو

د پرانستې په مراسمو کې د بلخ مرستيال مولوي نورالهادي ابوادريس، د یاد ولايت د پوهنې رئيس شيخ عبدالجليل شهيدخيل، يو شمير دولتي مسئولينو، د بېلابېلو اصنافو مسئولينو، ملي سوداګرو او هتيوالو برخه اخيستې وه.

 

د پرانستې په مراسمو کې د بلخ مرستيال مولوي نورالهادي ابوادريس، د یاد ولايت د پوهنې رئيس شيخ عبدالجليل شهيدخيل، يو شمير دولتي مسئولينو، د بېلابېلو اصنافو مسئولينو، ملي سوداګرو او هتيوالو برخه اخيستې وه.

مولوي نورالهادي ابوادريس ویلي؛ اوسمهال په هېواد کې زورزياتي ختم شوي، په هېواد کې اسلامي نظام حاکم دي او ټول مسئولين يې په يوه غږ د ولس لپاره د خدمت ترسره کولو لپاره په دندو بوخت دي.

ښاغلي ابوادريس په ټولو  هېوادوالو غږ کړی؛ لکه څرنګه چې د اسلامي امارت امنيتي ځواکونه د امنيت تینګښت په برخه کې نه ستړي کېدونکې هلې ځلې کوي، د هېواد ټول اوسېدونکي د سوداګرو په ګډون د خپل هېواد د پرمختګ او پراختيا لپاره په ټول ځواک کار وکړي.

په بلخ کې د درملو د خرڅلو اتحادېه مسئول د ملي سوداګرو څخه غوښتنه کړې، چې په هېواد کې د ننه پانګه اچونه وکړي او هم د خپل هېواد پرمختګ او د هېوادوالو لپاره د کار زمينه برابره کړي.

د پوهنې رئيس ویلي؛ په اوسني شرايطو کې د بلخ ولايت ملي سوداګرو هم د هرات ولايت د زنده جان ولسوالۍ اوسېدونکو سره او هم د افغان کډوالو د لاسنيوي سره دا وښوده، چې په سختو شرایطو کې د خپلو هېوادوالو ترڅنګ ولاړ دي.

د غله جاتو اتحاديې مسئول ویلي؛ پخواه د يوه مناسب ځاي له نشتون له کبله د دېرو ستونزو سره لاس او ګريوان وو، چې د دغه ځاي په جړيدو سره یاده ستونزه هواره شوه.

نوموړي ډاډ ورکړی، چې خپلو هېوادوالو ته د ښه خدمت رسونې لپاره په پوره اخلاص چارې ترسره کوي.

مزار هوټل سوداګرېز دولتي مارکیټ څلور برخې لري او د يوه قراردادي شرکت لخوا د نفتي توکو د ساتنې او پروسس، درملتونونو، صرافۍ او خوراکي توکو د پیر او پلور مرکزونه به پکې فعاله شي چې د اوړو او غلې دانې د جوړیدو چارې سرته ورسیدې.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *