افغانستان

غزني کې شپږ تاریخي ابدې په بنسټیزه توګه ورغول شوې

غزني کې شپږ تاریخي ابدې چې درې میاشتې وړاندې یې چارې پیل شوې وې، په بنسټیزه توګه ورغول شوې.

غزني کې شپږ تاریخي ابدې چې درې میاشتې وړاندې یې چارې پیل شوې وې، په بنسټیزه توګه ورغول شوې.

د غزني د اطلاعاتو او کلتور رئیس ملا حمیدالله نثار ویلي؛ په رغول شویو تاریخي ابدو کې د خواجه ملکیار پرنده، تاج اولیا تاریخي مقبرې د غزني زاړه ښار بالابین برج او د غزنویانو دورې د دوو څلو د فرش ډبرې شاملې دي.

نوموړي زیاته کړې؛ یادې شپږ تاریخي ابدې د يونسکو نړيوال سازمان د ۴٫۵ ملیونه افغانيو په مالي  ملاتړ د تعلیم او کلتور ECSO موسسې له لوري ورغول شوې.

له دې وړاندې د غزني د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسئولینو ویلي وو، چې په دغه ولایت کې ۱۰ تاریخي ابدې بیارغونې ته اړتیا لري او یو شمېر یې د نړېدو له ګواښ سره مخ دي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *