افغانستان

د المپیک ملي کمېټې لوړ پوړي هیئت تهران کې له یو شمېر افغان مهاجرو ورزشکارانو سره لیدنه کړې

د المپيک ملي کمېټې او سپورټ عمومي ریاست درې کسیز لوړی پلاوي په ایران کې د میشت افغان مهاجرو ورزشکارانو د ستونزو اورېدو په موخه تهران ته تللي او هلته يې له یو شمېر افغان مهاجرو ورزشکارانو سره لیدنه کړې.

د المپيک ملي کمېټې او سپورټ عمومي ریاست درې کسیز لوړی پلاوي په ایران کې د میشت افغان مهاجرو ورزشکارانو د ستونزو اورېدو په موخه تهران ته تللي او هلته يې له یو شمېر افغان مهاجرو ورزشکارانو سره لیدنه کړې.

پلاوي کې د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست ورزشي سلاکار قاري حیات الله رحماني، د دې ادارې د پلان او پالیسۍ ریيس محمد حنیف حنفي او د اطلاعاتو او عامه پوهاوي امر محمدنعیم پرهېز شامل دی.

دغه پلاوي د هغوی د تېرو کړنو د ارزونې ترڅنګ د دوی شته ستونزې او غوښتنې اوریدلي دي.

د المپیک ملي کمېټې او سپورټ عمومي ریاست یاد پلاوي په دې ناسته کې د ایران هېواد د پلازمېنې تهران پر مهاجرو ورزشکارانو سربیره د قُم، یزد او خراسان ولایتونو له ځينو ورزشکارانو سره هم ناسته کړې او د هغوی د تېرو کړنو راپور يې اوریدلی دی د یاد پلاوي له لوري په ایران کې میشتو افغان مهاجرو ورزشکارانو ته ډاډ ورکړل شوی، چې د دوی شته ستونزې او غوښتې به د هېواد د ورزش ادارې د قانون له مخې د دې ادارې له رهبري سره شریکې کړي او د هغوی له لارښوونې وروسته به يې د حل فیصله وشي.

د المپیک ملي کمېټې او سپورټ عمومي ریاست دا پلاوی به څو ورځې په تهران کې له افغان مهاجرو ورزشکارانو سره تر لیدو وروسته، هغو ولایتونو ته سفرونه وکړي، چې ګڼ شمېر افغان مهاجر ورزشکاران پکې په ورزشي فعالیتونو بوخت دي.

یاد پلاوی به د ایران دولت د ورزش ادارې او اتباعو وزارت له مسئولینو او په دې هېواد کې د افغانستان اسلامي امارت له سفیر سره هم لیدنه وکړي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *