افغانستان

غزني کې د ۴۰۰ زره ډالرو په لګښت یو سربند او پینځه استنادي دیوالونه جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

غزني کې د ۴۰۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت د یوه سربند او پینځه استنادي دیوالونه ګټې اخیستنې ته د سپارلو په موخه د غزني مرکز قره باغي سیمه کې ناسته جوړه شوې وه، چې پکې د غزني ولایت والي سربېره د دغه ولایت سیمه ییزو مسولینو او قومي مشرانو هم ګډون کړی وو. د غزني ولایت والي حافظ محمد امین عمري ویلي؛ اسلامي ا

غزني کې د ۴۰۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت د یوه سربند او پینځه استنادي دیوالونه ګټې اخیستنې ته د سپارلو په موخه د غزني مرکز قره باغي سیمه کې ناسته جوړه شوې وه، چې پکې د غزني ولایت والي سربېره د دغه ولایت سیمه ییزو مسولینو او قومي مشرانو هم ګډون کړی وو.

د غزني ولایت والي حافظ محمد امین عمري ویلي؛ اسلامي امارت په دې هڅه کې دی تر څو د هېواد وګړو ته د کار زمینه برابره کړي او هڅه کوي د ټولګټې پروژې اکثره په هغو سیمو کې پلي کړي، چې په تېرو ۲۰ کلونو کې ورته هیڅ ډول پاملرنه نه وي شوې.

د غزني ولایت د ولاړو اوبو ریاست رییس مولوي محمد شفیق منصور عمر ویلي؛ د یادو پروژو له ډلي درې د غزني په مرکز او درې نوري یې د دغه ولایت په واغظ او اندړو ولسوالیو کې دي، چې د خوړو او کرنې نړیوالې ادارې UN-FAO موسسې په مالي مرسته جوړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

نوموړي زیاته کړې؛ یادې پروژې د غزني مرکز قره باغي سیمي، موی مبارک، د اندړو ولسوالۍ ناني سیمه او واغظ ولسوالۍ ساروان سیمه کې ټولټال دوه زره متره استنادي دیوالونه یا ګبینونه او یو سربند وو، چې په جوړېدو سره یې د مسلکي انجینرانو په ګډون ۲۶ زره کسانو ته د کار زمینه برابره شوې وه.

ښاغلي منصور عمر په وینا؛ د یادو پروژو کارې چارې په پینځو میاشتو کې بشپړه اوګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

د سیمې اوسیدونکي ددغو پروژو په بشپړېدو سره خوښي څرګنده وي او وایي چې له دې سره به د دوی زرګونه جریبه کرنیزې ځمکې له ویجاړېدو څخه وژغورل شي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *