افغانستان

افغانستان تر ټولو ډېر د اقلیمي بدلونو د بدو پایلو تر اغېز لاندې دی

روانه اونۍ په نړیواله کچه د اقلیمي بدلون سره د مبارزې عامه پوهاوي ته ځانګړې شوې، چې په همدې تړاو کابل کې د ولایتي بحثونو لپاره یوه ناسته جوړه شوې وه.

نذیر منیب – اطلاعات

روانه اونۍ په نړیواله کچه د اقلیمي بدلون سره د مبارزې عامه پوهاوي ته ځانګړې شوې، چې په همدې تړاو کابل کې د ولایتي بحثونو لپاره یوه ناسته جوړه

شوې وه.

دوشنبه (د لړم ۱۵مه) په مرکز کابل کې د چاپېریال ساتنې ادارې او رها موسسې په مرسته د اقلیمي بدلون په پار رابلل شوې غونډه کې چې، د اسلامي امارت د اړوندو ادارو چارواکو سربېره د یوناما استازو هم ګډون پکې کړی و، د اقلیمي بدلون پر وړاندې د مبارزې لپاره په لاس یو کولو ټینګار وشو.

د اقلیمي بدلون د ادارې رییس روح الله امین دا ډول ناستې، چې د یوناما او نورو نړیوالو بنسټونو استازي  پکې ګډون کوي، د خپل حق لپاره په بین المللي کچه د غږ پورته کولو لپاره ګټورې وبللې.

ښاغلی امین وایي، د ۲۸ میلیونه ډالرو په ارزښت ۳۲ پروژې، چې تر دې وړاندې د هېواد لومړیتوبونو او اړتیاو ته په کتو دوی طرح او ډیزاین کړې وې او اوس ځنډېدلې دي، کولی شي له دې لارې یې په اړه هغو نړیوالو کنفرانسونو ته خپل شکایت ورسوي چې دوی پکې ګډون نشي کولی.

هغه وویل په افغانستان په ځانګړي ډول کابل کې د اوبو د سطحې ټیټېدا د اقلیمي بدلون ناوړه پایله ده، چې وچکالي او د تودخې لوړه درجه یې ستر لاملونه دي.

د اقلیم بدلون په روان او راتلونکي عصر کې په نړیواله کچه د بشریت لپاره یو ګواښ بلل کېږي او دغه موضوع د نړۍ د پاملرنې وړ ګرځېدلې ده.

د چاپېریال ساتنې ادارې مرستیال عبدالسلام حقاني د خپلو خبرو په جریان کې وویل، چې په نړیواله کچه د اقلیم د بدلون پړه د هغو صنعتي هېوادونو په غاړه ده، چې تر ټولو ډېر د ګلخانه یي غازونو په تولید کې دخیل دي.

هغه وویل افغانستان چې د دغې ستونزې په ایجاد کې ډېر کم او یا هیڅ لاس نه لري خو د اقلیمي بدلون له ناوړه پایلو تر ټولو ډېر زیانمن هېواد دی.

عبدالسلام حقاني په نړیوالو بنسټونو، چې د اقلیمي بدلون له بدو پایلو او طبیعي پېښو څخه زیانمنو سره د مرستې پنډ اخلي، نیوکه وکړه او ویې ویل چې د افغانستان لپاره ځانګړې شوې بودیجه دې دوی ته ورکړل شي او نه باید دغه بشري موضوع سیاسي کړي.

د نوموړي په وینا: «دا زمونږ مسلم حق دی، له دغو صندوقونو څخه خیرات نه؛ بلکې خپل حق غواړو».

ده همداشان د اقلیمي بدلون په تړاو په دبۍ کې جوړېدونکې غونډه کې د افغانستان استازي ته بلنه نه ورکول غیر منصفانه وبلل.

د کابل د اقتصاد رییس حامد ابراهیم هم له دغې نړیوالې ستونزې سره په مبارزه کې د نړۍ د یو واحد په توګه برخې اخیستو لپاره په نړیوالو ادارو کې د افغانستان د حاکم حکومت استازي منل اړین یاد کړل.

ښاغلي ابراهیم وویل: «نړیوالې ادارې د افغانستان له اوسني حکومته د یو نظام برابر مطالبې لري خو برخورد یې له دوی سره د نظام په کچه نه دی» او زیاته یې کړه چې که له حکومته د نظام په حیث غوښتنې کېږي باید د نظام په حیث په رسمیت وپېژندل شي.

نوموړي دغه راز له ملي او بین المللي ادارو څخه وغوښتل چې خپلې بودیجې هغو پروژو ته ځانګړې کړي، چې ولس ورته اړتیا لري او ژوند یې ورپورې تړلی دی.

په مرکزي زون کې د یوناما استازې مېرمن اېوا ډانوټا د غونډې په یوه څنډه کې ټینګار وکړ، چې د اقلیم بدلون د ګردې نړۍ لپاره یو ستر ګواښ دی او پکار ده چې له هر ډول تبعیض پرته د دې ګواښ په له منځه وړو کې کار وکړو.

مېرمن ډانوټا وویل: «نړیواله ټولنه او ملګري ملتونه، د دغې ستونزې د کنټرول او حل لپاره، هغه څه چې په لاس کې لري د افغانستان له خلکو نه سپموي».

دا چې د اقلیمي بدلون تر ټول ستر لامل څه دی؟ د رها موسسې مرستیال عزت الله صدیقي د یادې موضوع د تخنیکي اړخ د تشریح په برخه کې وویل، چې انساني فعالیتونه د دې سبب شوي چې ګلخانه یي غازونه تولید او په فضا کې خپاره شي.

د هغه په وینا اقلیمي بدلون تر ټولو لومړی د کرنې په سکټور بد اغېز  کوي، د اوبو ذخیرې له کمښت سره مخ کوي او نورې ګڼې ستونزې راولاړوي.

ښاغلي صدیقي په افغانستان کې په ځانګړي ډول کابل کې د څښاک د اوبو له کمښته اندېښنه وښوده او ویې ویل چې د هېواد په لر او بر کې نژدې ۲۰ میلیونه خلک د څښاک لپاره صحي اوبو ته لاسرسی نه لري.

نوموړي همداشان وویل، چې د اقلیمي بدلون د زیانمنېدو او چمتوالي پر بنسټ د هېوادونو په نوملړ کې افغانستان ۱۷۹م ځای لري، چې د زیانمنېدو خورا لوړه او د چمتوالي تر ټولو ټیټه کچه ښيي.

صدیقي ټینګار وکړ، چې د اقلیمي بدلون په وړاندې د مبارزې لپاره له نړیوالو پنډ ټولوونکو صندقونو څخه د خپل حق د تر لاسه کولو لپاره نړیوال فرصتونه برابر شوي خو په وینا یې د دې لپاره پکار ده، چې له سیاسي ملحوظاتو پرته هغه قوانین ومنل شي چې نور هېوادونه یې مني.

په غونډه کې په دې ټینګار وشو چې که څه هم د اقلیمي بدلون له بدو پایلو څخه د خوندیتوب لپاره دغې ستونزې سره په مبارزه او د عامه پوهاوي په رامنځ ته کولو کې که څه هم حکومت کلیدي رول لري خو رسنۍ، مکاتب، پوهنتونونه او نور علمي مراکز دنده لري چې په دې برخه کې خپل مسوولیت ادا کړي.

 

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *