افغانستان

تورخم کې روغتیایي کمپ پرانیستل شوی

د نورستان د عامې روغتیا رئیس مولوي نقیب الله نوري په هلو ځلو او د تطبیق کوونکې موسسې په تخنیکي همکارۍ د ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه په تورخم ښارګوټي کې له پاکستان څخه بېرته راستنېدونکو افغانانو ته د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو په موخه روغتیایي کمپ پرانیستل شو.

په دغه روغتیایي کمپ کې د (او. پي. ډي) واکسیناسیون، لابراتوار، ټولنیز او رواني او د مور او ماشوم د درملنې څانګې فعالېږي، چې د مجهزو امبولانسونو په درلودلو سره به په کې څلورویشت ساعته خدمات وړاندې کېږي. د یاد روغتیایي کمپ د پرانیستي پرمهال د عامې روغتیا وزارت  د مالي او اداري چارو معین مولوي محمد اسحق صاحبزاده، د نورستان د عامې روغتیا رئیس مولوي نقیب الله نوري، د تطبیق کوونکې موسسې د ختیځ زون مسئول انجنیر غلام یحیی خادم او د روغتیا د پروژې مشر ډاکټر غلام فاروق سهاک او ګڼو روغتیایي کارکوونکو برخه اخېستې وه.

په تورخم ښارګوټي کې د نورستان د عامې روغتیا ریاست د روغتیایي کمپ ټول لګښت د تطبیق کوونکې موسسې د داخلي بودیجې څخه ورکول کېږي او تر دوو میاشتو پورې به د راستنېدونکو هېوادوالو چوپړ کوي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *