افغانستان

عالیقدر امیرالمؤمنین«حفظه الله» د علماوو شورا له غړو سره، مشورتي غونډه وکړه

عالیقدر امیرالمؤمنین، شیخ هبت الله آخوندزاده «حفظه الله» د کندهار، هلمند، زابل، نیمروز، فراه، پکتیکا او پکتیا ولایتونو د علماوو شوری له رئیسانو، معاونینو او اداري مسئولینو سره مشورتي غونډه وکړه. په غونډه کې د ارشاد حج او اوقافو وزارت معین، د ستري محکمې معاون او د دیني خپرونو د نظارت او کره کتني ادارې یو شمیر غړو هم حضور درلود.

عالیقدر امیرالمؤمنین، شیخ هبت الله آخوندزاده «حفظه الله» د کندهار، هلمند، زابل، نیمروز، فراه، پکتیکا او پکتیا ولایتونو د علماوو شوری له رئیسانو، معاونینو او اداري مسئولینو سره مشورتي غونډه وکړه. په غونډه کې د ارشاد حج او اوقافو وزارت معین، د ستري محکمې معاون او د دیني خپرونو د نظارت او کره کتني ادارې یو شمیر غړو هم حضور درلود.

غونډه د عالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله په ابتدایي وینا سره پیل شوه چې علماء کرامو ته یې لازمي توصیې وکړې او خپلو مسئولیتونو ته د متوجه کولو ترڅنګ یې وویل: تاسو ته بهتره معلومه ده چې شوری په اسلام کې مهم ځای لري، رسول الله صلی الله علیه وسلم له صحابه کرامو سره مشورې کولې او په مشورو کولو سره د مسلمانانو تر منځ اتحاد او اتفاق لا ټینګېږي، څوک چې مشوره کوي د هغوی خطاوې به لږ وي، او همدارنګه د جماعت خطا کمه وي، ځکه جماعت پر ضلالت نه سره جمع کېږي.

عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د علماء کرامو د شوری   فعالیتونه وستایل او ویې ویل چې: د شوری ګانو له لوري د ولس ډېر مشکلات حل شوي او لا باید دوامداره د ولس د ستونزو حل ته پاملرنه وکړي او په دې برخه کې خپلو مسئولیتونو ته لا هم ډېر متوجه شي؛ ځکه علماء هغه قشر دی چې د دوی مسئولیت تر یوم القیامه پورې پای ته نه رسېږي.

نن د الله تعالی په نصرت سره یو اسلامي نظام حاکم سوی، که علماء خپل مسئولیت په سمه توګه ادا نه کړي؛ نو د الله تعالی په وړاندې به یې د مسئولیت بار ډير دروند وي؛ ځکه چي د دین د دعوت او د علم د عمل لپاره زمینه مساعده شوې او په مخکې یې هېڅ مانع یې نشته.

وروسته د علماوو د شوری ګانو اړوند کارونو او یو شمېر نورو مسائلو باندې له علماء کرامو سره مشورې وشوې او د دوی وړاندیزونه واورېدل شول.

علماء کرامو هم د اسلامي امارت او ولس تر منځ د تل پاتي اړیکې را منځته کولو، د ولس د ستونزو حلولو، په ولایتي اداراتو کې د اصلاحاتو راوستلو او د لا پرمختګ په اړه مهمې مشورې وړاندې کړې.

ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویندوی

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *