افغانستان
د مالیې سرپرست وزیر د دولتي شرکتونو لوی ریاست له چارو څخه لیدنه کړې
د مالیې وزارت سرپرست ملا محمد ناصر اخوند د یوه ګډ پلاوي په مشرۍ د دولتي شرکتونو لوی ریاست د چارو څخه له نږدې لیدنه کړې.
د مالیې وزارت سرپرست ملا محمد ناصر اخوند د یوه ګډ پلاوي په مشرۍ د دولتي شرکتونو لوی ریاست د چارو څخه له نږدې لیدنه کړې.
د لیدني په پیل کې د دولتي شرکتونو لوی رئیس عبدالحمید اخوندزاده د دولتي شرکتونو د وروستیو فعالیتونو، پرمختگونو او لاسته راوړنو په اړه د مالیې وزارت سرپرست ته ټولیز راپور وړاندي کړی.
د مالیې وزارت سرپرست د دولتي شرکتونو لوی ریاست د فعالیتونو د راپور له اورېدو وروسته، د دولتي شرکتونو د چارو د لاښه والي هدایت ورکړی او د کړنو په پرمختګ یې ټینګار کړی.
همدارنگه یاد پلاوي د دولتي شرکتونو د لوی ریاست له شعباتو او کاري پروسو څخه هم لیدنه کړې.