اجتماعی

د ماشومانو دحقه حقوقو مصونیت یو لومړیتوب دی

په ټوله کې د ټولنې د هرې کورنۍ هیله او غوښتنه داده چې د ماشومانو حقه حقوق باید له هره پلوه خوندي شي او دوئ ته د روښانه راتلونکې په موخه د لیک لوست او ښې زده کړې چاپیریال مساعد او هراړخیز سهولتونه هم ورته برابر شي ترهغه چې په ټوله کې هېواد د ښې راتلونکې په لور تکل وکړي، له شک پرته چې دا واقعاً یو پرځای خبره هم ده چې وایي دهرهېواد راتلونکې دهغه هېواد په ماشومانو پورې اړه لري په حقیقت کې دنن ورځې ماشومان د سباورځې لویان، میندې اوپلرونه دي، پردې اساس زمونږ په ګران هېواد سرلوړي افغانستان کې دماشومانو دسالمې اوښې روزنې،

په ټوله کې د ټولنې د هرې کورنۍ هیله او غوښتنه داده چې د ماشومانو حقه حقوق باید له هره پلوه خوندي شي او دوئ ته د روښانه راتلونکې په موخه د لیک لوست او ښې زده کړې چاپیریال مساعد او هراړخیز سهولتونه هم ورته برابر شي ترهغه چې په ټوله کې هېواد د ښې راتلونکې په لور تکل وکړي، له شک پرته چې دا واقعاً یو پرځای خبره هم ده چې وایي دهرهېواد راتلونکې دهغه هېواد په ماشومانو پورې اړه لري په حقیقت کې دنن ورځې ماشومان د سباورځې لویان، میندې اوپلرونه دي، پردې اساس زمونږ په ګران هېواد سرلوړي افغانستان کې دماشومانو دسالمې اوښې روزنې، پالنې اوساتنې په موخه باید په لومړي قدم کې دهرې کورنۍ ماشومانو ته دمیندو او پلرونو له خوا ځانگړی او هراړخیزه پاملرنه وشي او خپل اولادونه باید دلیک او لوست دزده کړي له پاره ښوونځیو او مدرسو ته ولیږي او په دویم قدم کې دهېوادپالو ښوونکو ایماني او وجداني دنده او مسوولیت دی چې  په خپل ټول توان، قدرت، وړتیا او پوهې سره د هېواد ماشومان په ښه او هر اړخیزه توگه وروزي چې  په راتلونکې کې د سالمو، پوهو او هېواد پالو شخصیتونو په توگه ټولنې او خلکو ته د غوره خدمتونو وړ وگرځي، خو په خواشینۍ سره باید وویل شي چې نن سبا په هېواد کې د اقتصادي ستونزو له کبله چې ډیری کورنۍ ورسره لاس اوګریوان دي، دیته اړ شوي چې خپل ماشومان دښوونځی او مدرسې پرځای درانه او شاقه کارونو ته ولېږي ترڅو د ورزني ژوند تیرولو لپاره یو څو پیسې وګټي، بناً دا ډیره اړینه اوضروري ده ،هغه ټولې ادارې چې د ماشومانو په برخه کې کار کوي باید چې هر څه ژر او په ډیر زړه سوي سره رغنده کار او فعالیت وکړي ترڅو هغه ستونزې چې د ماشومانو په مخکې پرتې دي په بشپړه توگه له منځه ولاړې شي، همداشان  اقتصادي ستونزې، ناوړه رواجونه او د ماشومانو د حقونو په اړوند نه معلومات او د ماشومانو د والدینو نه پاملرنه هغه لاملونه دي چې په  هېواد کې د ماشومانو د بدبختۍ او بد مرغۍ سبب گرځي، پردې اساس اړینه بریښي چې په لومړي قدم کې هره کورنۍ باید د خپلو ماشومانو ښې او سالمې روزنې او پالنې ته هر اړخیزه پاملرنه وکړي یعنی دوی باید هیڅ ډول اجباري کارونو ته اړ نه کړي، بلکې تل یې باید په سالمه توگه روزنه او پالنه وکړي چې په دې ډول په رښتینې توگه د هېواد ټول ماشومان یوازې او یوازې د علم او پوهې په بې ساري گاڼه سمبال شي او په راتلونکې  کې هېواد او هېوادوالو ته د ښو او غوره خدمتونو د ترسره کولو په موخه ټولنې ته وړاندې شي، همداراز د افغانستان د اسلامي امارت له خوا هم باید د ماشومانو د حقه حقوقو د ساتنې او رعایت په باب په پر له پسې توگه جدي  او هر اړخیزه پاملرنه وشي تر هغو چې په ټولیزه توگه د هېواد ماشومانو ته په بشپړ ډول د مصؤنیت فضا رامنځته شي همداراز د اسلامي امارت داړوندو اړگانونو ترڅنگ دا د هېواد درسنیو مسؤولیت هم دی چې تل باید د ماشومانو  د حقوقو د تامین  او رعایت په موخه ځانگړې خپرونې وکړي او په دې باب د دولت د اړوندو مسؤولینو، کورنیو او په ټولیزه توگه د ټولو هېوادوالو پام د ماشومانو د حقه حقوقو د ساتنې  او رعایت لپاره راجلب کړي او په آگاهانه ډول اړونده مسوولې ادارې او ټول هېوادوال د ماشومانو د حقوقو دمصؤونیت په برخه کې خپل  ژمنتیا ته په رښتینې توگه هوډمن پاتې شي  ترهغه چې په پایله په ټولیزه توګه له ښارونو څخه نیولی بیا تر کلیو اوبانډو پورې دهېواد دقدرمنو او نازولو ماشومانو حقه حقوق رعایت شي او دوئ له هر ډول شاقه کارونو او نورو راز راز ځورونو څخه خوندي شي او په دې ډول دوئ  له هرپلوه په ټولنه کې د مصوونیت احساس وکړي ترهغه چې  په راتلونکې کې د غوره شخصیتونو په توګه دوئ را څرګند شي او خپلې وړتیاې په کار واچوي او ګران افغانستان د ترقي او پرمختګ لوړو پوړیو ته ورسوي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *