افغانستان
د کندز د برېښنا ریاست په عوایدو کې ۴۸ سلنه زیاتوالی راغلی
د کندز د برېښنا ریاست مسئولینو په تېرو ۶ میاشتو کې د یاد ریاست په عوایدو کې د ۴۸ سلنه زیاتوالي خبر ورکړی دی.
د کندز د برېښنا ریاست مسئولینو په تېرو ۶ میاشتو کې د یاد ریاست په عوایدو کې د ۴۸ سلنه زیاتوالي خبر ورکړی دی.
د کندز حوزوي برېښنا ریاست تجارتي مرستیال انجنیر محمد صادق امین د باخترآژانس خبریال ته وویل، چې د روان کال په تېرو ۶ میاشتو کې یې ۵۹۷ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي دي.
نوموړي زیاته کړه، چې یاد عواید د ۱۴۰۱ کال په لومړیو ۶ میاشتو کې ۳۴۴ میلیونه افغانۍ وې او د تېر کال په پرتله ۴۸ سلنه زیات والی ښه يي.
د نوموړي په خبره دغه عواید د برېښنا د بلونو او د تېرو کلونو د قرضونو له درکه د یاد ریاست د کارکوونکو په هلوځلو راټول کړل شوي دي.