سیاسی

آيا له فلسطین څخه هجرت‌کول روا دي؟

هجرت: په لغت کې پرېښودلو او ترک کولو ته وايي او د شریعت له مخې، د جابرانو او ظالمانو د ظلم له لاسه د کور کلي پرېښودلو ته هجرت وايي، چې مسلمانان په خپل ټاتوبي کې خپل دین او ناموس نه شي خوندي کولای او له ګواښ لاندې وي، نو خپل کور کلی پرېښودل، مصؤن او خوندي ځای ته هجرت کول لازم دي.

لیکنه: ساجدالله عظمت

هجرت: په لغت کې پرېښودلو او ترک کولو ته وايي او د شریعت له مخې، د جابرانو او ظالمانو د ظلم له لاسه د کور کلي پرېښودلو ته هجرت وايي، چې مسلمانان په خپل ټاتوبي کې خپل دین او ناموس نه شي خوندي کولای او له ګواښ لاندې وي، نو خپل کور کلی پرېښودل، مصؤن او خوندي ځای ته هجرت کول لازم دي.

انبیاؤ او رسولانو علیهم السلام هم هجرتونه کړي دي، ابراهیم خلیل الله او د هغه وراره حضرت لوط علیهم السلام له عراق څخه فلسطین ته هجرت وکړ، همداراز د فرعون د تجاوز او تېري له کبله حضرت موسی علیه السلام له مصره مداین ته هجرت وکړ. خاتم النبیین محمد مصطفی ﷺ هم د مکې مکرمې د مشرکانو د ظلمونو له لاسه مدینې منورې ته مهاجر شو او د هغه اصحابو کرامو رضی الله عنهم هم په پټه او ښکاره د هجرت لاره غوره کړه.

د هجرت په اړه د قرآن کریم دا ایاتونه بس چې هجرت نه کول څومره ستر جرم دی : ژباړه:( کومو خلکو چې پر خپلو ځانونو د (هجرت په نه کولو) ظلم کاوه، پریښتو له هغو څخه د ساه اخیستلو په وخت کې پوښتنه وکړه، چې: تاسو په څه حال کې اخته وئ؟ هغوی ځواب ورکړ چې مونږ په زمکه کې کمزوري اومجبور وو. پريښتو وویل: آيا د الله ﷻ زمکه پراخه نه وه، چې تاسو په هغه کې هجرت کړی وای؟ دا هغه خلک دي چې هستوګنځی یې جهنم دی او هغه ډېر ناوړه هستوګنځی دی). ( نساء/ ۹۷)

ولې هغه کسان چې واقعاً بېوزله وي، هغوی له دې څخه مستثنی دي، الله ﷻ وايي: ژباړه: (البته هر کمزوري، سړي، ښځې او ماشومان (له دې انجام څخه مستثنی دي) چې (د هجرت نه څه چاره لري او نه (د وتلو) لاره پېژني). ( نساء/۹۸ )

هجرت ډېر ثوابونه او اجرونه لري، الله ﷻ د مهاجرینو په اړه وايي: ژباړه: (او هغه څوک چې د الله ﷻ په لاره کې هجرت وکړي، په زمکه کې به د هستوګنې ډېر ځایونه او پراخي ومومي. او څوک چې له خپله کوره د الله ﷻ او د هغه د رسول ﷺ ته هجرت کوونکی ووزي، بیا یې مرګ را لاندې کړي نو اجر یې د الله ﷻ په ذمه شو او الله ﷻ ډېر بښونکی، خورا مهربان دی).  (نساء/۱۰۰ آیت)

هجرت د ستر اجر لرونکی عمل دی، چې ځانته حکمونه او حکمتونه لري:

د هجرت حکم: په مکي دور کې لومړی جائز او مباح و؛ ځکه خو اصحابو کرامو رضی الله عنهم حبشې ته دوه ځله هجرت وکړ چې د خیبر تر غزا پورې هلته وو. رسول الله ﷺ چې هجرت وکړ او مدینې منورې ته ورسېده نو له هغه وروسته هجرت واجب شو؛ ځکه د قریشو مشرکانو په پاتې مسلمانانو د ظلم زور مېچن ګړندۍ کړه او له دې څخه یوازې مستضعفین، ناچاره او لاره نه پېژندونکي مستثنی شول.

د هجرت حکمتونه:

ـ باید مسلمانان ذلت او سپکاوی قبول نه کړي، باید عزتمند و اوسي، که چېرې مسلمان د اسلام شعائر نه شي پرځای کولی، بیا هجرت ورته په کار دی. او که هجرت و نه کړي او الله ﷻ مستثنی کړی هم نه وي، نو ګناهګارېږي.

ــــ چې انسان په کفري هېواد کې ایمان راوړي او هلته داسې څوک نه وي چې دی د دین په مسائلو پوه کړي، بیا په دې شخص لازم (واجب) دي څو داسې ځای ته مهاجر شي چې هلته ده ته د دین مسائل ور زده کړي.

ــــ چې مسلمانان داسې ځای ته هجرت وکړي، څو هلته د مسلمانانو له پاره شان و شوکت قایم کړي، دا هغه مهال چې مسلمانان په بیخي کمزوري اسلامي هېواد کې وي او ویرېږي چې کافران به یې له زمکې څخه محوه او نیست و نابود کړي.

آيا له فلسطین څخه بل هېواد ته هجرت فرض دی؟

نه،له فلسطین څخه هجرت کول نه دي په کار، بلکې ډېری فلسطیني علماء او پوهان له یاد هېواده هجرت کول حرام او ناروا بوليځکه د فلسطین په غزه کې اسلامي حکومت اوشرعي نظام دی، ټولې چارې یې د اسلام د مقدس دین له مخې ترسره کېږي. د هر مسلمان ټول حقوق خوندي دي.

ـــ د فلسطین په خاوره کې د دیني علم ستر ستر علماء او پوهان موجود دي، د دې اړتیا نه شته چې د دین د علم له پاره بل هېواد ته مسلمانان لاړ شي. په خپل هېواد کې یې شتون ځکه غوره او افضل دی چې د صهیونستانو خلاف به د جهاد له پاره تل مجهز او چمتو وي.

ـــ یهودیان تل دا هڅه کوي چې د فلسطین مسلمانان ووېروي، څو له خپل ټاتوبي ووځي او نورو هېوادونو ته لاړ شي او د فلسطین مقدسه زمکه دوی ته ورپاتې شي، نو د دې له پاره دوی (صهیونستانو) دا سیاست غوره کړی چې فلسطیني مسلمانان له خپلې خاورې وباسي او لرې یې کړي او داسې یې لرې کړي چې بېرته راستانه نه شي؛ ځکه د بېرته راستنېدا په صورت کې د صهیونستانو له پاره دوی ګواښ واقع کېږي.

ـــ له فلسطین څخه که د هجرت کولو لاملونه برابر هم دي، خو دهجرت کولو په صورت کې هلته نور مشکلات موجود دي، لکه پاسپورت، ویزه، د کار روزګار فرصتونو نه شتون، همداراز کله چې مجاهدین او مبارزین بل هېواد ته لاړ شی نو بیا هلته د استخباراتو له تعقیب او څارنې لاندې وي، هغه حریت چې د غزې تړانګه کې یې لري، په پردي وطن کې له هغه بالکل محرم وي، که د کوربه هېواد استخبارات او څارګرې ادارې پرې پوه شي چې دا شخص له مجاهدینو څخه دی، نو داسې شکنجې ورکوي، څنګه چې یهودیانو ورکولې.

ـ فلسطین مبارکه، مقدسه خاوره ده، له دې څخه وتل نه دي په کار. برکت او سپېڅلتیا یې په دې کې ده چې له دې ځایه به یوه ډله راوزي، چې څوک د دې ډلې مرسته هم پریږدي، دوی ته ضرر نه رسیږي او که چایې مخالفت وکړ، هغه هم کوم تاوان نه شي وراړولی، څو د الله ﷻ امر راشي او دوی په دې حال وي، نو دا مقدس اومبارک ځای بیت المقدس او خوا و شا سیمې دي. نو اې مسلمانانو! له هغو جاهلو او ناپوه انسانانو څخه ځانونه وساتئ چې وايي: د فلسطین وګړي دې مهاجر شي!!

دا ځکه ناپوه دي چې د فلسطینیانو په هجرت سره یهودیانو ته فلسطین وړیا ورپاتې کېږي. همدې صهیونستانو په لویدیځه څنډه کې څه و نه کړل، هلته یې هر ډول فساد وکړ؛ واړه و زاړه، ځوانان او ښځې یې له تېغه تېر کړل.

نو له فلسطین او غزې څخه وتل او مهاجرکېدل نه دي روا. علماؤ حرام ورته ویلي؛ ځکه چې صهیونستانو ته هر څه مفت پاتې کېږي. کوم جهاد او مبارزه چې د فلسطین له داخله کېږي، له بهره هم نه شي کېدای.

یا اله العلمینه! د غزې د شهیدانو درجې لوړې، د ټپيانو زخمونه روغ او د کونډو او یتیمانو په زړونو د صبر پټۍ کېږدې!

اللهي امین!

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *