اجتماعی

د سره صلیب او هلال احمر نړیوال د مرستندویه بنستونو درا منځ ته کېدوعوامل

د نړۍ په هرهېواد کې سره صلیب ، هلال احمراوسرې میاشتې ته ورته مرستندویه بنستونه وجود لري چې دپېښوپه صورت کې یې د خپلوهېوادونوله شرایطوسره سم خپل مرستندویه فعالیتونه عیارکړي دي خودا چې سورصلیب اوهلال احمرپه افغانستان کې ډېرخیریه فعالیتونه پرمخ وړي نوځکه یې له نومونوسره افغانان آشنا اوخوږ پرې لګېږي.

حیا ت الله حلیم

د نړۍ په هرهېواد کې سره صلیب ، هلال احمراوسرې میاشتې ته ورته مرستندویه بنستونه وجود لري چې دپېښوپه صورت کې یې د خپلوهېوادونوله شرایطوسره سم خپل مرستندویه فعالیتونه عیارکړي دي خودا چې سورصلیب اوهلال احمرپه افغانستان کې ډېرخیریه فعالیتونه پرمخ وړي نوځکه یې له نومونوسره افغانان آشنا اوخوږ پرې لګېږي.

داچې دغه بنسټونه څه وخت اوکومه انګیزه یې د موجودیت سبب شوی؟ ترهرڅه لومړی سورصلیب په لاندې ډول په زړه پورې داستان لري .

په ۱۸۵۹م کال د(هانري دونانت ) په نامه یوه سویسي سوداګرغوښتل چې د سوداګریزومعاملاتو لپاره فرانسې ته ولاړشي ناببره دلارې په اوږدو کې د ایتالیا هېواد دسالفرینوپه سیمه کې دیوې داسې زړه بوګنونکې پیښې سره مخ شوچې دهغه په روح او روان یې سخت اغیزوکړځکه په لسهاوو زره کسان د جګړې په ډګرکې وژل شوي غورځېدلي وو ، ددې جنګ ښکیلې غاړې له یوه پلوه فرانسوي اوایتالوي اوبل پلوه اطریشي ځواکونه و چې له یوبل سره مخامخ شوي اوترمنځ د یاد کال د جون په ۲۴ نیټه داسې پرېکنده اوتباه کن جنګ نښتی وچې یوازې ۱۶ ساته جنګ په ترڅ کې ۴۰۰۰۰ زخمیان اوټپیان پرته له دې څوک یې لومړنیومرستو ته رسېدنه وکړي د جګړې په ډګروغورځېدل  د وژل شویوکسانو اوټپیانو شمیره دومره زیاته وه چې مداوا یې د روغتیایي ټیمونوله وس اوقدرت څخه لوړه وه اوهرټپي به په ډیرالتماس اوسویوچیغود مرستې غوښتنه کوله خولاسرسی نه ورته کېده ، په هره دقیقه کې څوتنوخپل ژوند له لاسه ورکاوه ٬ چیغې اوفریادونه له هرې خوا اورېدل کېدل ، دا ټول ددې سبب شول چې د (هانري دونانت) انساني عواطف او احساسات را وپاریږي ، ده ژرد ټپیانو درملنې ته لیچې را ونغښتې اود (سالفرینو) خلک یې هم دغه انساني عمل ته را وبلل هماغه وه چې د ټپیانود درملنې لپاره داطلب ګروپونه جوړشول اوهغه پیسې چې هانري دونانت د سوداګرۍ لپاره ورسره اخیستې وې همدلته یې په ټپیانوولګولې ، کله چې دونانت له دې انساني وظیفې فارغ شو اوبیرته خپل ملک سویس ته ولاړ نو د تېرجنګ وحشتونو یې په ذهن او خیالونوکې موجونه وهل څوپه ۱۸۶۲م کال یې د سالفرینود خطرونو ترعنوان لاندې یوکتاب ولیکه اوخپوریې کړ ٬ هانري دونانت په خپل دغه کتاب کې د سالفرینوپه جګړوکې خپل د سترګو لیدلی حال ولیکه اوښکیلوخواووته یې له جګړوڅخه د وتلولارې پیشنهاد کړې ، د هغه لومړی وړاندیزداوو چې آیا دا امکان به وجود ولري چې د سولې (جنګ نشتوالي ) په حالت کې رضاکاران (خپلې خوښې کسان) د سالفرینود پېښې په شان په نورواحتمالي پېښوکې د مرستې رسونې لپاره تربیه شي څود جنګ اوجګړوپه صورت کې دغه داو طلب کسان د ټپیانودرملنې ته ورسېږي ، ددونانت دوهم وړاندیز دا و چې داسې قوانین باید وضع شي چې د رضاکا رانو مصئونیت د جګړې په دګرکې تضمین او خوندي شي ، دونانت خپل دغه کتاب د سراسراروپا مشرانواومتنفذوشخصیتونو ته ولېږه ٬ خو سرانجام (هغه ) د نیکۍ اوانسانیت تخم چې ده د بشرپه ذهنیت کې کرلی ومثبت نتیجه یې ورکړه اولومړی وړاندیز یې ددې سبب شو چې د سره صلیب نړیواله کومیته را منځ ته او په بشر پالو خدمتونو لاس پورې کړي .

دهغه دوهم وړاندیزدا و چې د(ژنیوا) د لومړي تړون چې په ترڅ کې یې نړیوال انسان دوستانه اوبشرپال قانون چې د ژنیود ۱۹۴۹م کال د څلورګونوکنوانسیونونو د تشکیل سبب شوچې هغه هم د نړیوالوپه ګټه و . له بل پلوه یوبل کوچنی خیریه بنسټ هم د ژنیودعامه آسودګۍ ترعنوان لاندې جوړشو او همدارنګه یو پنځه کسیز کمیسیون ددونانت د نظریو دارزیابۍ لپاره جوړشو چې په دغه کمیسیون کې پنځم یې پخپله دونانت و چې له ډیرو مذاکرو وروسته یې دقربانیانو اوټپیانوسره د مرستې لپاره یې د (جګړو له قربانیانو سره د مرستود کومیټې)  په نوم یوه ټولنه جوړه کړه چې وروسته د سره صلیب یا د ( ای سي آرسی) په نامه هم یاده شوه ٬ وروسته ددې کومیټې بنسټ ایښودونکو پریکړه وکړه چې د هانري دونانت نظریات په عمل کې پیاده کړي هماغه وه چې ددې کومیټې  د (پراخوان) په اړه د نړۍ ۱۶ هېوادونو او څلوروبشرپالوبنسټونوخپل استازي د ۱۸۶۳ کال د اکتوبرد ۲۶ نیټې په نړیوال کنفرانس کې ژنیو ته ورولیږل چې په دې تاریخي ناسته کې دجګړود قربانیانولپاره د مرستې د کومیټې د نښان مشخصه د سره صلیب علامه په سپینه ټوټه تصویب شوه اوپه ترتیب نړیوال سورصلیب را منځ ته شو  له بل پلوه د جګړوپه دګرکې د ښکیلو خواووترمنځ د طبی خدمتونو ډاډمن رسول په بشپړ رسمیت وپیژندل شول.

کله چې په عربي نړۍ د نفتو تفحصات بریالي اوعربي بانکونه له پیسو ډک شول نوعربانوهم له اسلامي نړۍ سره د مرستو په پاردهلال احمرپه نوم کومیټه را منځ ته کړه چې په پیل کې یې خدمتونه په اسلامي نړۍ پورې اړوند ول خووروسته له سره صلیب سره په سیالۍ دغه اورګان هم نړیوال شو.

دزمانې په تېرېدو سره د سره صلیب اوهلال اهمرنه په اقتباس د نړۍ په مختلفو هېوادونوکې خیریه بنسټونه را منخ ته شول

تر اوسه د نړۍ په ۱۹۱ هېوادونو کې د سره صلیب اوهلال اهمرټولنې فعالیت لري چې د نړیوال صلیب سرخ اوهلال احمرد نهضتونودغړوپه توګه شمیرل کیږي .

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *