افغانستان

لغمان کې د څه باندې نهه میلونه افغانیو په ارزښت د پاکو اوبو رسولو دوه سولري شبکې ګتې اخیستنې ته وسپارل شوې

یادې سولري شبکې د مهترلام ښار اړوند د چهاردهي قبرستان او عصمت قرارګاه کليو کې، د کلیو دبیا رغونې او پراختیا ریاست په همغږۍ د AHF موسسې په مالي همکارۍ او د نړیوال روغتیایي هیتIMC له لوري جوړې او اخېستنې ته وسپارل شوې.

د پرانستې په مراسمو کې لغمان والي قاري زین العابدین عابد ویلي؛ چې دغه دوه د پاکو اوبو رسولو سولري شبکې د اته میاشتو په موده کې جوړې او شاوخوا ۵۰۰ کورنیو ته د څښاک اوبه برابره شوې، چې له امله یې ځايي اوسیدونکو  پاکو اوبو ته د لاسرسي ستونزه حل شوه.

د سیمې اوسیدونکي خوښ دي، چې ستونزې ته یې رسېدنه شوې او ویلي يي دي، له دې وړاندې یې ماشومان سخت په ستونزه کې وه او د ناپاکه اوبو له امله ډېر کله په ناروغیو اخته کېدل؛ خو د یادو سولري شبکو په جوړېدو سره یې دغه ستونزه حل شوه.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *