په لوګر ولایت کې د 16 میلیونه افغانیو په ارزښت د پنځه چکډمونو پروژې پرانیستل شوې
د نوموړو پروژو پرانیست غونډه د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور، د لوګر والي مولوي ضیاءالرحمن مدني، د کابل سیندیزې حوزې عمومي رئیس انجنیر حبیب الرحمن حقپال، د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئیس ملا محمد اسماعیل آخندزاده او د یاد ولایت د یو شمیر سیمه ییزو مسئولینو او مخورو په شتون کې ترسره شوه.

د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر د یادو پروژو د پرانیستې پر مهال د افغانستان اسلامي امارت لاسته راوړنو ته په لنډه توګه اشاره وکړه او ویې ویل، چې له نیکه مرغه په ټولو برخو کې هېواد د آبادۍ او پرمختګ په لور روان دی.
په ورته مهال، د لوګر والي د اوبو او انرژي وزارت له کړنو ستاینه وکړه او زیاته یې کړه، چې د اسلامي امارت مسئولین شپه او ورځ هڅه کوي ترڅو هېوادوالو ته په رښتینې توګه خدمات وړاندې کړي.
همدارنګه، د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئیس او یو شمیر تخنیکي مسئولینو په دغو مراسمو کې د نوموړو پروژو په هکله معلومات وړاندې کړل او د لوګر ولایت یو شمیر مشرانو هم خپلې ستونزې د اوبو او انرژي وزارت له سرپرست وزیر سره شریکې کړې.
د یادونې وړ ده، چې د چکډمونو نوموړې پروژې به د لوګر ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې د اسلامي امارت له بودجې څخه د اوبو ذخیره کولو، د موسمې سیلابونو د کنترول او د اوبو سرچینو د پیاوړتیا په موخه پلي شي.