زلزله ځپلوته د کومو هیوادونو مرستې رسیدلي؟
مولوی ذبیح الله مجاهد په خپله تویترپاڼه کې لیکلي، هغه هېوادونه چې تراوسه یې د هرات د زلزله ځپلو لپاره مرستې افغانستان ته رسېدلی:
مولوی ذبیح الله مجاهد په خپله تویترپاڼه کې لیکلي، هغه هېوادونه چې تراوسه یې د هرات د زلزله ځپلو لپاره مرستې افغانستان ته رسېدلی:
ــ د ایران اسلامي جمهوریت یو ۱۵ موټریز د مرستو کاروان، چې مرستندویه او تخنیکي ټیمونه پکې وو او همدا ډول خوراکي او غیر خوراکي توکي په کې بار وو سیمې ته رسیدلي دي.ـ د ترکیه هیواد لخوا روغتیایي ټیمونه هرات ته رسیدلي او د مرستو ژمنه شوې ده.
ــ د اوچا ادارې لخوا د اړوند مؤسساتو مرستې هم هرات ته رسیدلي دي، چې خوراکي او غیر خوراکي توکي او درمل پکې دي.ــ د قزاقستان هیواد لخوا یو تخنیکي پلاوی چې ۴۹ غړي په کې شامل دي له زیانمنو سره د مرستو د سنجونې او د همکاریو د ترسره کیدو په نیت را رسیدلي او په هرات ولایت کې دي.ــ د متحده عربي اماراتو لخوا هم له زلزله ځپلو سره مرسته شوې او هرات ولایته رسیدلي چې چې خوراکي، توکي، درمل او البسه په کې شامله ده.ــ د سعودي عربستان مالي مرستې هم ترسره شوې چې تر ډيره د هرات ولایت ته رسیدلي او له زلزله ځپلو سره په مختلفو برخو کې همکاری شوې.د ترکمنستان هیواد مرستې هم هرات ولایت ته رسېدلي چې د زلزله ځپلو سره په خوراکي او غیر خوراکي برخو کې مرسته شوي، درمل استول شوي او نور اړین توکي هم په کې شامل دي.ــ د چین ولسي جمهوریت لخوا د بهرنیو چارو وزارت له لارې دوه سوه زره نقدي مرسته له زلزله ځپلو سره شوې او هرات ولایت ته رسیدلی چې له خلکو سره کمک وشي.