افغانستان

ملګرو ملتونو د زلزله ځپلو سره۵ میلیونه ډالر مرسته اعلان کړه

د کورنیو چارو وزارت لومړي مرستیال مولوي محمد نبي عمري د ملګرو ملتونو له سیاسي مرستیال مارکس پوتزل او مل پلاوي سره لیدنه کړې.

په دغه لیدنه کې دواړو لورو د هرات قربانیانو ته په مرسته رسولو، ټینګ شوي امنیت او افغانستان کې د سیمه ییزو او نړیوالو سوداګرو پانګه اچونې او هڅونې په اړه خبرې کړي.

پوتزل د هرات ولسونو سره د غمشریکۍ ترڅنګ لومړي مرستیال ته د ملګرو ملتونو د پینځه میلیونه ډالرو مرستې په هکله، چې پرې به زیانمنو او قربانیانو ته لومړنۍ اسانتیاوې برابرې شي معلومات ورکړي.

نوموړي همداراز له ټينګ شوي امنیت خوښي ښودلې  او ویلي یې دي، چې اوسنی وضعیت د پانګه والو لپاره غوره فرصت برابروي.

د کورنیو چارو وزارت لومړي مرستیال دوی ته د ښه راغلاست ترڅنګ په هرات کې د پېښ شوي ناورین له قربانیانو سره د دوی مرستو قدردانی کړی او  ویلي یې دي، د کورنیو چارو وزارت امنیتي ځواکونه په خپل ټول توان په هېواد کې د ټولو مرستندویه موسسو او نړیوالو بنسټونو د امنیت ساتلو هڅې کوي.

دواړو لورو په ښو اړیکو او د هرات قربانیانو ته په مرستو رسولو ټینګار کړی.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *