افغانستان
روغتیا وزیر او د هرات والي د زلزله ځپلو سره د ښو مرستو په پار ناسته کړې
د عامې روغتیا وزیر ډاکټر قلندر عباد او هرات والي مولوي نوراحمد اسلام جار د هرات د زیانمنوشویو سره د مرستو او چوپړونو د ډلبندي او اغېزمنتیا په پار ناسته کړې.قلندر عباد او اسلام جار لا هم د هرات په زنده جان ولسوالۍ کې دي او د خپلو خلکو په چوپړ بوخت دي.د عامې روغتیا وزارت وايي، چې ډاکټر قلندر عباد د ټپیانو د ښې درملنې په موخه بېړنۍ طبي کمېټې جوړې کړې دي.دا په داسې حال کې ده چې پرون سهار د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ لوړ پوړي دولتي پلاوي هم هرات ته سفر کړی.

له بل پلوه، ملي دفاع وزارت لیکلي چې د خپل روغتیایي ټیم او الفاروق قول اردو په مټ یې د هرات د زلزلو ۳۰۰ شهیدان خاورو ته سپارلي.