افغانستان

له پاکستان او ایران څخه د راستنېدونکو کډوالو لپاره پنډغالي جوړېږي

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، د کندهار په سپین بولدک، او د ننګرهار په تورخم کې د کډوالو لپاره لنډمهالي پنډغالي جوړوي. دوی وايي دغه پنډغالي به د لنډ مهال لپاره وي چې نوي راستنېدونکي کډوال پکې مېشتېږي.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، د کندهار په سپین بولدک، او د ننګرهار په تورخم کې د کډوالو لپاره لنډمهالي پنډغالي جوړوي. دوی وايي دغه پنډغالي به د لنډ مهال لپاره وي چې نوي راستنېدونکي کډوال پکې مېشتېږي. د کندهار مقام رسنیز دفتر رسنیو ته په لیږل شوې خبرپاڼه کې ویلي چې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت مرستیال او له پاکستان او ایران څخه د راشړل کېدونکو کډوالو لپاره د لنډمهالو پنډغالو د جوړولو کمېسیون مشر یاد ولایت ته سفر کړی چې د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې له پاکستان څخه د راشړل کېدونکو کډوالو لپاره لنډمهالی پنډغالی جوړ کړي. دپاکستان حکومت له لوري د ناقانونه افغان کډوالو د ایستلو لپاره یوازې۲۲ ورځې پاتې دي. دمګړۍ۴،۴ میلیونه افغان کډوال په پاکستان کې اوسیږي او څه د پاسه یو میلیون یې قانوني اسناد نه لري.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *