جهان

فرانسه کې په کانتېنر کې ژوندۍ موندل شوې ښځې بېرته خپلو هېوادونو ته شړل کېږي

په فرانسه کې ځايي چارواکي وايي، د تېرې چهارشنبې په ورځ د یوې لارۍ په باډۍ یا کانتېنر کې له موندل شویو شپږو ښځو یې څلور باید په ۳۰ ورځو کې دننه له دغه هېواده وایستل شي.

په فرانسه کې ځايي چارواکي وايي، د تېرې چهارشنبې په ورځ د یوې لارۍ په باډۍ یا کانتېنر کې له موندل شویو شپږو ښځو یې څلور باید په ۳۰ ورځو کې دننه له دغه هېواده وایستل شي.

باور دا دی چې دغه ښځې بریتانیا ته د اوښتو په تکل په لارۍ کې سپرې وې چې د بندې هوا له کبله د ساه اخیستنې له ستونزې سره مخ شوې وې.

د لارۍ له باډۍ یوې د بي بي سي خبریالې خیو بيلو ته په ټلیفون خپل حال ویلی و او هغې پرې د فرانسې پولیس خبر کړي وو چې ویې ژغوري.

له دوی یې څلور د وېتنام او دوه د عراق دي. خو مالومه نه ده چې کومې څلور به بېرته ډېپورټ یا خپلو هېوادونو ته ولېږل شي.‌

دوو یې په فرانسه کې د پناه اخیستو غوښتنه کړې چې د یوه څارنوال په وینا، ورته د پاتې کېدو اجازه ورکړل شوې ده.

یو ځايي څارنوال وايي‌ چې د ایرلنډ اسناد لرونکي ټېلر کې سپرې دغه ښځې بریتانیا ته د تلو په تکل وې خو په اصل کې دې لارۍ د فرانسې ډنکېرک ته کېلې وړلې او بیا له هغه ځایه اېټالیا ته تله.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *