اجتماعی

دنیشه یي توکو پرځای ښه بدیل زعفران او د انجې بوټي کښت دی

افغانستان اسلامي امارت مشرتابه په ټولیزه توګه په هیواد کې د نیشه یې توکو کښت، قاچاق، پروسس او ترافیک بند کړی دی، ځکه نیشه یې توکې په حقیقت کې د یوخاموشه طوفان په څیر ټولنه له گواښ سره مخامخ کوي او دا هغه ناوړه پدیده ده چې په تدریج سره او بیا په ځانگړي توگه د ځوان نسل روغتیا او سلامتیا زیانمنوي او خوږ ژوند یې له اوږد مهاله رنځ، ناهیلي او مرگوني گواښ سره مخامخوي، بناءً ددغې منفورې پدیدې په وړاندې د اسلامی امارت امنیتي ځواکونو تل نه ستړې کیدونکې مبارزه کړې.

شاه محمود درویش

افغانستان اسلامي امارت مشرتابه په ټولیزه توګه په هیواد کې د نیشه یې توکو کښت، قاچاق، پروسس او ترافیک بند کړی دی، ځکه نیشه یې توکې په حقیقت کې د یوخاموشه طوفان په څیر ټولنه له گواښ سره مخامخ کوي او دا هغه ناوړه پدیده ده چې په تدریج سره او بیا په ځانگړي توگه د ځوان نسل روغتیا او سلامتیا زیانمنوي او خوږ ژوند یې له اوږد مهاله رنځ، ناهیلي او مرگوني گواښ سره مخامخوي، بناءً ددغې منفورې پدیدې په وړاندې د اسلامی امارت امنیتي ځواکونو تل نه ستړې کیدونکې مبارزه کړې او کوي یې او په خپله مبارزه کې هم تل هوډمن دي او په دې برخه کې یې تل ښې او د پام وړ لاس ته راوړنې هم لرلي دي. د اسلامی امارت اړوندو مسئولینو هم تل ویلي چې په هیواد کې د نیشه یي توکو دله منځه وړلو لپاره د نیشه یي توکو دکښت او قاچاق پرضد جدي مبارزه روانه ده، د نیشه یي توکو د قاچاق د مخنیوي لپاره هم هڅې روانې دي، البته  د ۲۰۲۱ زیږدیز، کال په اګست میاشت کې واک ته له بیا رسیدو وروسته اسلامي امارت دنیشه یي توکو یو زیات شمیر قاچاق وړونکي نیولي اوبندیان کړي دي، همداشان یادو مسئولینو ګاونډیو او دسیمې هیوادونو ته هم ډاډ ورکړی چې له افغانستان څخه د نیشه یي توکو د قاچاق په اړه اندیښنه ونه لري، بلکې له نیشه یې توکو سره د مبارزې په برخه کې له دولت او خلکو سره همکاري او د کوکنارو دبدیل کښت په موندلو کې باید مرسته وکړي.

له شک پرته چې د نیشه یې توکو پروړاندې د امنیتي ځواکونو مبارزه او د کوکنارو د کښتونو له منځه وړل، د مخدره توکو د قاچاقبرانو او کاروباریانو نیول او د قانون منګولو ته یې د سپارلو او ترڅنګ یې د روږدو کسانو د راټولولو او درملنې په برخه کې هم د امنیتي ځواکونو هڅې، کړنې او لاس ته رواړنې د قدر وړ دي، پاک الله (ج) دې لاهم دوئ ته توفیق ورکړي چې په ټوله کې د نیشه یې توکو قاچاقبران، پلورونکې او کاروونکې د هیواد په هره سیمه او ښار کې چې شتون لري دوئ و نیسي او دقانون منګولو ته یې وسپاري، ترڅو له امله یې د ټولنې نظم او ثبات لا پسې خوندي کړای شي.

هیره دې نه وي چې زغفران او د انجې بوټي کرل د کوکنارو ځای غوره بدیل کښت هم بلل کېږي چې له نیکه مرغه ددغه بدیل کښت کرکیلې ته هم یو څه پاملرنه ور اوختې ده، له څنګه چې  په دې وروستیو کې د ډله ییزو خپرندویه سرچینو په حواله دکرنــې اوبــو لګونــې او مالدارۍ وزارت مسئولینوويـلـي: دتېرو کلونو په پرتله ســږ کال دزعفرانو په صادراتو کې ډېــروالي راغلی دی. ددغــه وزارت دوياندپه وينا په هيوادکې دزعفرانو بوټي د دودېدو لپاره ۲۰۰ کروندګرو ته روزنه هم ورکړل شوې ده. دکرنې وزارت وياند زياتــه کړې، هڅې روانې دي ،چــې ددغه بوټــي کرکېله نورو ولايتونو ته هم وغځول شي. دکرنې وزارت مسئولین ويلي، دافغانســتان دزعفرانو پــه نامــه يــې دنــورو هيوادونــو دزعفرانــو دصادراتو مخه نيولې ده. بله خــوا دســوداګرۍ او پانګونې خونې ويلي، چې د افغانستان زعفران په نورو هيوادونو کې ښه بازار لري او بايد ددغه بوټي صادرات په منظم ډول دوام ومومــي. دصنعــت او ســوداګرۍوزارت دمعلوماتــو لــه مخــې، تېــر کال افغانســتان ســعودي عربســتان، متحــده عــربي اماراتــو، هنــد، امريــکا، اســپانيا، هالنــډ اســټراليا او مراکــش تــه ۵۱ زره کيلــو ګرامــه زعفــران صـادر کړي دی.

هیره دې نه وي چې څه موده وړاندې د کرنې اوبو لګولــو او مالدارۍ وزارت د مسئولینو له قوله هم ویل شوي وو، چې پــه روان کال کې يې پر نــږدې زر هکتاره ځمکه د انجې بوټي د کرلو بهير بشپړ کړی دی. ددغه وزارت دمسئولینو په وینا، چې لسو ولايتونو کې د دغه بوټي د کرکيلې لپاره هم هڅې پيل شوې دي، له دې سره سم د ســوداګرۍ او پانګونې خونې هم ويلي چې په دې وروســتيو کې خصــوصي ســکتور د انجې بوټي پر کرکيلې او توليدي چارو ډېرې پانګونــې کړي او په وينــا يې، د هوايــي دهلېز لــه لارې هم نوروهيوادونــو ته صادر شــوي دي. دصنعت او ســوداګرۍ وزارت د ورکــړل شــويو معلوماتو له مخې د انجې بوټي ډېره کچه صادرات هند، چين، پاکستان او امريکا تــه کېږي. انجه د هيواد لــه مهمو طبي بوټو او صــادراتي محصولاتــو څخه ده، چــې پــه دې وروســتيو کلونو کې يــې کرکيلې او د شيرې د توليد کچې د پام وړ وده کړې ده. له نیکه مرغه چې د هیواد په ځینو ولایتونو کې قدرمنو بزګرانو د کوکنارو دکښت پرځای بیا د زعفرانو او د انجې بوټي کرکیلې ته مخه کړې ده چې دا هم واقعآ غوره اقدام دی.

بناءً دیادونې وړ ده چې ګاونډي او د سیمې هیوادونه هم باید له اسلامي امارت او خلکو سره د کوکنارو دبدیل کښت په برخه کې په پرله پسې ډول لازمه مرسته او هراړخیزه همکاري وکړي، همداشان د اسلامي امارت مسئول ارګانونه هم باید د نیشه یې توکو دکښت د بندیدو ترڅنګ دهغې بدیل کښت ته ځانګړې او جدي پاملرنه وکړي او ترڅنګ یې په هیواد کې د کرنیز بهیر پراختیا هم یولومړیتوب دی، ځکه چې په ټولیزه توگه دهیواد په سلو کې کابو اتیا سلنه خلک دکرنې، مالداري او بڼوالۍ په چارو بوخت دي، نو په کارهم همداده چې ددغه بهیر ودې اوپراختیا ته باید ډیره پاملرنه وشي او د افغانستان اسلامی امارت د مسئولو ارګانونو له لوری باید دهیواد په مرکز او ولایتونوکې قدرمن بزگرانو ته دهراړخیزو آسانتیاوو په برابرولو سربیره په مناسبو وختونو کې د اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوی سرې مرستې هم وشي ترهغه چې له امله یې  دوئ له خپلی کرکېلې څخه پریمانه حاصلات، غلې او دانې ترلاسه کړي چې له امله یې د دوئ د اړتیاوو د پوره کېدلو ترڅنگ په هیواد کې هم غلې دانې پریمانه شي،  بناءً د اسلامي امارت د لومړیتوبونو پراساس اړینه ده چې په ټولیزه توگه د هیواد په گوټ گوټ کې پر کروندگرو په مناسبو وختونو کې اصلاح شوي تخمونه، ډول ډول نیالگي، کیمیاوي سرې اولازم وسایل د اړوندو مسئولو مراجعو له لورې وویشل شي، ځکه چې له قدرمنو بزگرانو سره هررازمرسته ددې سبب کیږي چې هغوئ په خپلو کروندوکې دحرام کښت یعنې د کوکنارو د کرکیلې پرځای حلال کښت ته مخه وکړي، البته لازمه هم ده چې قدرمن بزگران باید په آگاهانه توگه دیته وهڅول شي چې په خپلو مځکو کې د نیشه یې توکو دکرکیلې پرځای حلال کښت ته مخه وکړي، ځکه چې نیشه یې توکې د یوخاموشه طوفان په څیر ټولنه له گواښ سره مخامخوي اودا واقعاً هغه ناوړه پدیده ده چې په تدریج سره او بیا په ځانگړي توگه د ځوان نسل روغتیا او سلامتیا زیانمنوي او خوږ ژوند یې له اوږد مهاله رنځ، ناهیلي او مرگوني گواښ سره مخامخوي. البته دې ټکې ته مو هم باید پام وي، سره له دی چی مخدره توکې یوه ناوړه پدیده ده، خو دریغا چې زمونږ گڼ شمیرهیوادوال هم پردغی کرغیړنی پدیدی روږدی شویدي چې د امنیتی ننگونو ترڅنگ دایوه بله ستونزه ده ځکه چې په مخدره توکو روږدی کسان سربیره پردی چې د سالم کار او روزگار پروړاندی خپل مقاومت او ځواکمنتیا له لاسه ورکوی ترڅنگ یې خپلې کورنۍ ته یو سرخوږی هم را منځته کوي او بالاخره پرمخدره توکو روږدی کسان په خپلې کورني سربیره پرټولنه هم یو بار گڼل کېږي او په بیلا بیلو برخوکې د ټولنې عامه نظم گډوډ اوبې ثباته کوي، نوپردې اساس ددغې ناوړه او منفورې پدیدې پروړاندې د اسلامي امارت د امنیتي ځواکونو ترڅنګ د افغان ولس رښتینه مبارزه هم ډیره اړینه او ضروري ده .

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *