افغانستان
په بلخ کې د يوه کلينيک د بنسټ ډبره کېښودل شوه
عامې روغتیا وزارت، د بلخ د چمتال ولسوالۍ په نوشهر عليزي کلي کې د (بي.اچ.سي) کلينيک د بنسټ ډبرې اېښودلو خبر ورکړی دی.
عامې روغتیا وزارت، د بلخ د چمتال ولسوالۍ په نوشهر عليزي کلي کې د (بي.اچ.سي) کلينيک د بنسټ ډبرې اېښودلو خبر ورکړی دی.
دغه وزارت نن د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د یاد کلینیک د بنسټ ډبرې اېښودلو پر مهال، د بلخ ولایت د عامې روغتیا رئیس ډاکټر نجیب الله توانا، د میندو او ماشومانو د مړینې کچې په را کمولو کې، د کلینک جوړول مهم او حیاتي بللې او زیاته کړې یې ده، چې دغه
کلینیک د څه ناڅه پنځه میلیونه افغانيو په لګښت جوړېږي چې په ګټې اخیستنې سره به یې شاوخوا اته کورنۍ له روغتیايي خدمتونو برخمنې شي.
د یادونې وړ ده چې د اساسي روغتیا په دغه مرکز کې به د نارينه او ښځينه ناروغانو معاينات، واکسين، تغذيه، رواني روغتيا او نور روغتيايي خدمتونه په وړیا ډول خلکو ته وړاندې شي.