افغانستان

د اسلامي امارت له بریا وروسته ۲۵ رسنیو تازه په فعالیت پیل کړی دی

د هېواد د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو معینیت، د اسلامي امارت د حکومت په دوو کلونو کې ۲۵ نویو رسنیو ته جوازونه ورکړي دي.

د هېواد د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو معینیت، د اسلامي امارت د حکومت په دوو کلونو کې ۲۵ نویو رسنیو ته جوازونه ورکړي دي.

د هېواد د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معین مولوی مهاجر فراهي د باختراژانس خبریال ته وویل، چې اوسمهال په هېواد کې د دولتي او خصوصي رسنیو په ګډون ۳۶۴ صوتي او تصویري رسنۍ فعالیت لري.

نوموړی وايي، چې د دوو کلونو په بهیر کې ۲۵ نویو رسنیو ته جوازونه ورکړل شوي او په فعالیت یې پیل کړی او ګڼو رسنیو هم خپل فعالیتونه بند کړي، چې د عاید سرچینې یې له بهر څخه و خو اسلامي امارت کومه رسنۍ نه ده تړلې.

د هېواد د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو معین  وویل، چې هره هغه رسنۍ چې د اسلامي ارزښتونو، ملي ګټو او د خلکو له کلتور سره سم فعالیت کوي، د فعالیت اجازه ورکول کېږي او ملاتړ یې کوي.

هغه زیاته کړه چې د  یاد وزارت له لوري د رسنیو په څېر د یوټیوبرانو د فعالیتونو د تنظیمولو لپاره هم طرزالعمل جوړ شوی دی.

نوموړي د رسنیو اقتصادي ستونزو ته په اشارې سره وویل، چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت هڅه کوي چې د رسنیو د برېښنا پاتې پیسې او مالیات کم کړي او خبریالانو ته د هویت کارتونو د وېش په اړه هم خبرې وکړې او ویې ویل، چې دغه پروسه په کابل کې روانه ده او له ولایتونو هم غوښتل شوي، چې خپل غوښتنلیکونه معینیت ته ولېږي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *