اجتماعی

په یوازیتوب کې ژوند د مختلفو رواني ناروغیو سبب کېږي

ځینې کسان فطرتا علاقه لري چې له ټولنې لیرې اوپه انزوا کې ژوند وکړي په داسې حال کې چې انسان ټولنیزمخلوق دی اوپه ټولنه کې له خلکوسره په یوځای ژوند کولو ښه ښکاري، که یوانسان په یوه جغرافیا کې په یوازیتوب ژوند وکړي نودهغې جغرافیا له مزایاووبه هیڅ خوند وانه خلي، همدارنگه که یوانسان له ټولنې څخه تجرید اوبیزارژوند ولري نوطبعي ده چې له مختلفوروحي اورواني ستونزو اونارغیوسره به مخ کېږي.

حیا ت الله حلیم

ځینې کسان فطرتا علاقه لري چې له ټولنې لیرې اوپه انزوا کې ژوند وکړي په داسې حال کې چې انسان ټولنیزمخلوق دی اوپه ټولنه کې له خلکوسره په یوځای ژوند کولو ښه ښکاري، که یوانسان په یوه جغرافیا کې په یوازیتوب ژوند وکړي نودهغې جغرافیا له مزایاووبه هیڅ خوند وانه خلي، همدارنگه که یوانسان له ټولنې څخه تجرید اوبیزارژوند ولري نوطبعي ده چې له مختلفوروحي اورواني ستونزو اونارغیوسره به مخ کېږي، ډیری ارواح پوهان په دې باوردي چې دډېرو روحي او رواني ناروغیوعلت له طبیعت څخه د انسانانوگوښه توب اولیرې والی دی ،دنننۍ نړۍ ټولې هغه روحي ناروغۍ لکه د زړه تنگ توب، ډیپریشن (ژورخفگان)، استرس اوناامیدي له طبیعت او چاپیریال څخه د فاصلې نیول ښودل شوي دي . په داسې حال کې چې روان پیژاندوددې نارغیود مخنیوی اوعلاج لپاره مختلفې لارې چارې اودرملونه تجویزاوپه گوته کړي دي د ژورخفگان لپاره یې لیرې ځایونوته سفراوله نویوځایونو اونویوخلکو سره د لیدنې کتنې نسخه تجویزکړی ده ځکه د رواني ناروغیوزیات متخصصان په درماني طبیعت یا  eco_ therapy باورلري دا ډول ناروغان باید ډیر وخت په طبعي چاپیریال کې له خلکو سره سپري کړي . د رواني ناروغیو متخصصان په دې باوردي چې انسانانو لایتناهي کلونه په طبیعت کې ژوند کړی اوله هغه سره سازش کړی دی چې له همدې امله له ډیروطبیعي مناظرو لکه اوبو٬ غرونو، مختلفوگیاوو اوډول ډول حیواناتو سره بلدیت اوله هغه سره یې (خو) اوالفت نیولی دي او اړیکه یې ورسره پیدا کړې ده، خو په دې وروستیو دوو پیړیو کې کله چې صنعتي انقلاب را منځ ته شو د انسانانو فاصله له طبیعت سره کمه شوه ځکه ښاري ژوند ته یې مخه کړه چې په ښارې ژوند کې بیا د انسان کاري پروگرام د پخوا په شان دلمرسترگې (لمرختو څخه ترلمر لودېدو) پورې نه دی ټاکل شوی بلکې دلته (ساعت ) دی چې کاري فعالیت تنظیموي او دلته بیا که وغواړو یا ونه غواړوموږ له طبیعت څخه لیرې کېږوځکه هڅه کوو چې د اته ساعته کارپه ځای لس، دولس، څوارلس او آن شپاړس ساته کاروکړواوپه لږ پاته فارغ وخت کې خو گورو چې په دې دوو دریو وروستیو لسیزو کې ( انترنیتي)  محصولاتو زموږ ټولنیز ژوند د آی فون صفحې ته را ټول کړی بیا د هغه په کتلو لگیا وو اود طبعي مناظرو دلیدو وخت رانه تللی وي.

کریگ چالکوئیست د سانفرانسیسکود جان آف کیندې د پوهنتون ددماغي ناروغیو متخصص چې یوپند کتاب یې هم د طبیعت په وسیله د ذهنی او رواني ناروغیو ددرملنې په اړه لیکلی  وایی :

همدااوس موږ په لوړه کچه له طبیعت څخه فاصله نیولې ده اوطبعي مناظر نور زموږ په ذهن او ژوند کې ځای او اهمیت نلري او نن د نړۍ ترنیمایي ډیروگړي په ښارونو کې په ککړه هوا کې ژوند کوي او ډیرکسان حتی په سختۍ هم په آزاد طبیعت کې یوه پاکه ونه اویا د طبیعت نورې ښکلاوې نشي لیدلای اوکتلای او په عین حال کې داسې بریښي چې بشر په دې هڅه کې دی چې په ډیره چټکۍ په طبیعت کې د طبعي بقایاوو د زیرمو شتون له منځه یوسي او یا بدلون ورکړي چې یو له اندیښنو څخه د اقلیم په څرنگوالي کې ننني منفي بدلونونه دي چې د تکنالوژۍ د پر مختگ پربنا را منځ ته شوي دي او په طبیعت یا د ژوند په چاپیریال ناوړه اغیز لري، د رواني ناروغیو متخصصین سپارښتنه کوي چې روحي او رواني ناروغان د طبیعت لمنې ته پنا راوړي او یا حد اقل د له طبیعت سره خپله اړیکه پیاوړې کړي، د طبیعت لمنې ته را گرځېدل کومه سخته خبره نه ده ځکه هغه ناروغان چې د رواني ناروغیو له وجې په روغتونونو کې بستر دي کولای شي د طبیعت په زړه کې د خپلې درملنې په خاطرپه خوشحاله سفرونو پیل وکړي له ښاره بل ته ولاړشي او که کلیوال وي له خپل کلي نه ددوستانو کره بل کلي ته.

د وروستیو پلټنو په ترڅ کې جوته شوې چې که په رواني ناروغیو مبتلا کسان په ورځ کې یوازې له ۱۵ څخه تر ۳۰ دقیقو پورې له کورڅخه بهرچاپیریال سره اړیکه ونیسي او نورددې توان نلري چې بیرون وگرځي ښایې بشپړ کفایت وکړي دا په داسې حال کې آزاده هوا منظره لرونکی طبیعت زموږ لپاره شفا بښوونکی او د اغیز ناک کمک سبب کېدای شي . هغه څیړنې چې په ۲۰۰۷ کال د لندن د Essex په پوهنتون کې ددې ناروغانو په اړه شوی جوته شوی چې په ورځ کې یوساعت یا لږ ډیره په آزاده هوا کې پلې گرځېدل هم د رواني ناروغیو په درملنه کې اغیز ناک رول لري خو دا په داسې حال کې ده هغه محل چې موږ یې د پلي گرځېدلو لپاره ټاکو ډیرمهم دی ځکه هغه مکان چې هلته ډیربیرباراو ازدحام نه وي نسبت هغه محل ته چې هلته ډیرشور او زوږ وي، مهم دی ځکه موږ په داسې محل کې وگرځو چې هلته بشپړه آرامي وي .

ددې ترڅنگ پلی تگ کولای شي چې د بدن د اړتیا وړ د (ډي) ویتامینونه هم له لمرڅخه واخلي .

روان پیژاندې په دې باوردي چې زموږ نړۍ اوس د تکنالوژۍ د پرمختگ له وجې یوه داسې حال ته مخ د بدلېدو په لور روانه ده چې باید نه وای بدله شوې او که چیرې زموږ ژوند په همدې ترتیب پر مخ روان وي نو حتمي به د خپلې روغتیا په اړه د غیرمترقبه پیښوشاهدان وو، بشر که نن د تکنالوژۍ په برخه کې د پر مختگ په لور روان دی  خو د بدني روحي او رواني رو غتیا په درملنه او مخنیوي کې مخ په ځوړ روان دی

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *