اجتماعی

په عامه‌پوهاوي کې د ډله‌ییزو رسنیو رول او د کارکوونکو مسؤلیتونه یې

د بشري ټولنوترمنځ دخبرتیا وسایل له ډیرولرغونو زمانو راهیسې په بېلا بېلوبڼولکه جاروهل ، نغارې ډنګول  ،  ډهل ،دلیکونواوفرمانونوپه استولواوهمدارنګه له یوې خاصې موضوع د خبراوي په خاطر ماښام مهال په لوړوځایونود اورلمبوپه ذریعه موجود وو، خوپه ښارونوکې دولتي خبریا فرمان د(نغارو) له لارې اورول کېده ، نوځکه له دغه امتیازڅخه به یوازې هغه کسان برخمن وو چې په ښارونوکې به له نغاره خانوسره لنډ اوسېدل اوهغه وګړي چې په کلیواوبانډوکې اوسېدل دولتي خبربه یې په شفاهي ډول د یوه اوبل له خولې له مختلفو رښتیا او درواغ ضمایموسره یوځای اورېده اوترهغه به چې خبره رښتیا کېده درواغوبه کلي وران کړي وو.

حیات الله حلیم

د بشري ټولنوترمنځ دخبرتیا وسایل له ډیرولرغونو زمانو راهیسې په بېلا بېلوبڼولکه جاروهل ، نغارې ډنګول  ،  ډهل ،دلیکونواوفرمانونوپه استولواوهمدارنګه له یوې خاصې موضوع د خبراوي په خاطر ماښام مهال په لوړوځایونود اورلمبوپه ذریعه موجود وو، خوپه ښارونوکې دولتي خبریا فرمان د(نغارو) له لارې اورول کېده ، نوځکه له دغه امتیازڅخه به یوازې هغه کسان برخمن وو چې په ښارونوکې به له نغاره خانوسره لنډ اوسېدل اوهغه وګړي چې په کلیواوبانډوکې اوسېدل دولتي خبربه یې په شفاهي ډول د یوه اوبل له خولې له مختلفو رښتیا او درواغ ضمایموسره یوځای اورېده اوترهغه به چې خبره رښتیا کېده درواغوبه کلي وران کړي وو.

پورتنیوخدمتونواوس خپل ځای ډله ییزو، رسنیو لکه رادیو، تلویزیون ، مخابرو، ورځپاڼې ، مجلو اود اوسني وخت انترنیتي محصولاتو لکه فیسبوک ، تویتر، مسینجراوواتسپ ته پراېښی دی چې پورتني وسایل اوس د معلوماتوپه شریکولو کې دومره رغنده رول لري چې نړۍ یې تقریباْ د یوه کورپه شان سره نېږدې کړې ده ، نوځکه نن سبا د نړۍ په پرمختللواومخ پرودې هېوادونوکې ډله ییزې رسنۍ ددرېیمې قوې په توګه پېژندل شوې او منل شوې ، رسنۍ نه یوازې دخبرپه رسولوکې مهم رول لري بلکې دذهنیتونوپه تنویراوعلی الخصوص دمسلمانانود فکرې ودې ، سیاسي ، ټولنیزې اوفرهنګي پوهې په لوړتیا او پیاوړتیا کې هم ځانګړی رول لري ، هیڅوک له دې حقیقت سترګې نشي پټولای چې رسنۍ اومطبوعات نه یوازې دډله ییز ارتباط اومفاهمې وسایل دي بلکې ترڅنګ یې په اوسني انترنیټ پورې تړلي خدمتونه هم په هره برخه کې دستاینې وړونډه لرلې اوله لوړارزښت څخه برخمن دي خوپه دې شرط چې خپرونې یې رېښتنې ، بې پرې اوپه حقیقتونو ولاړې وي  .

دډله ییزو ارتباط پورته ټول وسایل کولی شي چې اطلاعات اومعلومات په ډیره آسانی اوچټکی د نړۍ په هرګوټ ته ورسوي اوپه خلکوکې د پلټنې اوکنجکاوی حس را وپاروي ، نړۍ لید یې پراخه کړي د ښوونې بهیرته پراختیا اوچټکتیا وروبښي اوافرادو ته د خپلې سیمې هېوادونو اوسیارې په اړه ذهني انطباق ورکړي . خوددې دومره ښیګڼوسره سره  رسنۍ دا توان هم لري چې دیوې موضوع په اړه خلک په درواغ ویلوتیرباسي په کړکیچونوکې یې را ښکیل اوپه غم یې ککړکړي .

څومره چې د ډله ییز ارتباط د وسایلو ارزښت او رول مهم اود پاملرنې وړدی د کارکونکو رول او دنده یې مهمه اود یوه سترمسؤلیت اوټولنیز تاریخي رسالت ترڅنګ مکلفیت لري چې خپله دنده په صداقت، امانتدارۍ اورښتیا ویلوسره ترسره کړي ځکه د مخه هم وویل شول چې رسنۍ دا توان لري چې د خلکوتر منځ دجنجالونو او تاوتریخوالي اورته لمن ووهي ځکه دوی کولای شي د خبرونواومعلوماتو په شریکولوکې حقیقت پټ اوعوضي معلومات وړاندې کړي چې دحقیقت موندلوپه صورت کې دغه عمل ددوی درسنۍ موقف هم ترفوق العاده پوښتنې لاندې راولي اوپه خپرونو یې بیا څوک باورنه کوي چې موږ د تېرجمهوریت په دوران کې دهېواد په کچه د ډېروداسې درواغجنو اوجعلي رسنیو شاهدان وچې تورته به یې سپین اوسپین ته به یې تورویل  ، یا هم کله ناکله به دا رسنۍ  په دومره کوچنیومسایلوراڅرخېدې  چې اورېدونکوته به یې د وېښته سرارزښت اواهمیت نه درلود ، خوښه داده چې خبریال ، نطاق اوسیاسي مبصرتل دبې طرفه اوبې تعصبه معلوماتو په برابرولواوهمدارنګه له پېښوڅخه د سمو او ژورو څېړنو، تحلیلونو او تبصرو په ترڅ کې عام خلک خبرکړي .

رښتیا هم که چیرې رسنۍ به کارپوه اومسلکي کارکوونکي ونلري په ملي او نړیواله کچه به هم خپل هغه موقف چې ترلاسه کړی یې دی له لاسه ورکوي، موږ همدا اوس هم د ځینو نړیوالو رادیوګانو خپرونې اورو چې له پېښو قضاوت یې کاملاْ یواړخیزدی او ددې پرځای چې رېښتنې اوباوري معلومات وړاندې کړي هغه څه ته لمن وهي چې د تاوتریخوالیود اورشغلې پرې ژبغړانده کېږي دا رسنۍ له دې ناخبره دي چې د افغانستان هروګړي اوس سیاست مداردی اوله پېښو یې د تحلیل قوه پیاوړې ده ، د هرڅه په اړه سم او پرځای قضاوت کولی شي نوځکه د هغه مغرضو رسنیودخپرونوپه اړه چې یواړخیزې اوسلیقوي خپرونې کوي هم درست قضاوت کولی شي ، ښه داده هرهغه څوک چې په رسنیوکې دخپرونوپه منظورقلم اوقدم پورته کوي باید حسد، کینه اوخپل سرکش هوا اونفس یوې خواته پرېږدي د هرې جملې په لیکلو اویا ویلوله پوره غورکار واخلي اودا دې نه هیروي چې د رسنۍ له لارې خپاره شوي مواد یې په ډیره چټکی د خلکو په ذهنونوکې مثبت یا منفي ځای نیسي ،لازمه ده چې د تعصبي خپرونو پرځای دټولنې د مادي اومعنوي ارزښتونوپه ځلولوکې ګامونه پورته کړي اوپه خپلوخپرونوکې د عام ولس خوښي اونیک مرغي په پام کې ولري د ژبې اوقلم سپېلڅتیا بدرنګه نکړي ، ملي ګټو ته ژمن وي ، د زهرجنو کلماتواوجملاتوله استعمال ډډه وکړي اوسرآنجام د خپل هېواد په وړاندې ټولنیزې ژمنې ، ملي مسئولیت اووظیفوي رسالت له پامه ونه غورځوي .

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *