افغانستان

په میدانښار کې لسګونه  وسلې  ډایاک ته سپارل شوې

د  وردګو ولایت د امنیې قوماندانۍ د ترورېزم پر وړاندې د مبارزې مدیریت ۶۲ میله  سپکې او درنې وسلې د ډایاک معاونیت ته وسپارلې.

د  وردګو ولایت د امنیې قوماندانۍ د ترورېزم پر وړاندې د مبارزې مدیریت ۶۲ میله  سپکې او درنې وسلې د ډایاک معاونیت ته وسپارلې.

د دغه ولایت د ترورېزم پر وړاندې د مبارزې مدير مولوي زمرک عبیده باختر آژانس ته ووېیل، چې د تېرو ۶ میاشتو په لړ کې امنیتي مسئولینو د ولايت پر مرکز سربېره، ټولو ولسواليوو کې ۶۲ میله سپکې او درنې وسلې نیولې وې چې زیاته برخه یې د بهسودو ولسواليوو اړوند دي.

ورته مهال د ډایاک معاونیت مسئول فضل حق سنګر وایي، چې په دغه وسلو کې يوه پیکا، ۳ راکټ، ۳۴ کلاشینکوفونه، ۹ یوولس ډزي، ۱۵ تومانچې او ۵ شل ډزي شامل دي.

د یادونې وړ ده، چې له دې مخکې هم په دغه ولایت کې ګڼ شمېر وسلې او مهمات له نیولو وروسته د ډایاک معاونیت ته سپارل شوي دي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *