جهان

د لیبیا مرګونی سېلاب؛ څنګه د مدیترانې هېوادونو کې د ویجاړۍ لامل شو؟

د دانیال له سخت توپان وروسته د لیبیا په درنه ښار کې د ویجاړۍ کچه نوره هم په ډاګه شوې ده. د یکشنبې په ورځ، دانیال یوازې په څو ساعتونو کې د درنه دوو بندونو په شاوخوا ځینو ځایونو کې ۴۰۰ ملي متره باران وشو.

لومړی او لوی بند چې په لیبیا کې د سیاسي ګډوډۍ له امله په سمه توګه ساتل شوی نه و، مات شو او د سونامي په څېر یې دغه ساحلي ښار ته اوبه رسولې او دویم بند یې هم مات کړ.

د جمعې په ورځ، د درنه ښاروال اټکل وکړ چې په دې پیښه کې د ۱۸۰۰۰ او ۲۰۰۰۰ ترمنځ خلک مړه شوي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان ویلي دي چې سېلابونو د لیبیا په شمال کې یو شمېر نور ښارونه هم اغېزمن کړي دي. ملګري ملتونه اټکل کوي چې په سېلاب ځپلو سیمو کې لږ تر لږه ۹۰۰ زره کسان مرستو ته اړتیا  لري.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *