جهان
روسیه وايي اوکراییني ځواکونو پر کریمیا د توغندیو برید کړی
رپوټونه وايي روسیې او اوکرایین تېره شپه د یو بل پر بندرونو بریدونه کړي دي.
روسیې ویلي اوکراییني ځواکونو کرایمیا کې د سېواستوپول ښار پر یوه بندر په برید کې لږترلږه لس تواغندي او درې چاودېدونکي بېړۍ کارولې.
کرایمیا لپاره د روسیې لخوا ټاکل شوي والي میخایل رازوژیایف ویلي چې په سېواستوپول کې د اوکراییني توغندیو د برید له کبله پراخه اورلګېدنه رامنځته شوې. هغه په دې پېښه کې د ۲۴ کسانو د ټپي کېدو خبر هم ورکړی دی.ښاغلي روزوژیایف ویلي چې توغندي د بېړیو په یوه تمځای کې لګېدلي. د یادونې ده چې د روسیې د تورې بحیري د سمندري ځواک مرکزي اډه هم په سېواستوپول بندري ښار کې ده. بلخوا ښاغلي رازوژیایف ویلي د بېړنیو خدماتو کارکوونکي د برید او پایله کې د رامنځته شوې اورلګېدنې ځای ته رسېدلي دي.