اجتماعی

د امو دریا د خامو تېلو ورځنۍ تولید به د میلادي کال ترپایه پورې زرو ټنو ته ورسېږي

د افغانستان د امودریا حوزه چې په سرپل، جوزجان او فاریاب ولایتونو کې موقعیت لري، په دریو بلاکونو ویشل شوي، چې قشقري بازار کمي او زمرد سای نومېږي په پانګونې کې بهرنیانو زیاته دلچسپي ښودلې ده خو په سملاسي توګه د چينایي کمپنۍ سره پخوانی قرار داد د دولت په ګټه له ځینو اصلاحاتو وروسته لاسلیک شوی دی.

جمال کوټوال

د افغانستان د امودریا حوزه چې په سرپل، جوزجان او فاریاب ولایتونو کې موقعیت لري، په دریو بلاکونو ویشل شوي، چې قشقري بازار کمي او زمرد سای نومېږي په پانګونې کې بهرنیانو زیاته دلچسپي ښودلې ده خو په سملاسي توګه د چينایي کمپنۍ سره پخوانی قرار داد د دولت په ګټه له ځینو اصلاحاتو وروسته لاسلیک شوی دی.

دغه مطلب د کانونو او پټرولیم د وزارت ویاند مفتي همایون افغان په مرکه کې څرګند کړ او ویې ویل: د ګاز او نفتو زېرمې چې د امو دریا د حوزې په نوم یادېږي په پنځو حوزو نومول شوي چې د سرپل افغان تاجک، تخار، کندز، بلخ، هلمند، قندهار، هرات، بادغیس، پکتیا، پکتیکا او خوست کې پراخه زېرمې لري  خو دا مهال یواځې د یوې برخې نه د خامو تېلو استخراج دوام لري.

ښاغلي افغان وویل: د نفتو او ګازو قرار داد په 2014 میلادي کال د چینايي کمپنۍ سره د پخوانۍ ادارې لخوا لاسلیک شوی وو، چې د اسلامي امارت د واکمنۍ نه وروسته په ترسره شوي قرارداد له سره کتنه وشوه او د دولت په ګټه پکښې د ترمیماتو نه وروسته بیا تجدید و شو.

ده د یوې پوښتنې په ځواب کې چې د نفتو او ګاز تولید په کومه کچه دی او د پروسس عملیه یې چېرې ترسره کېږي ویې ویل: د امو دریا د حوزې اوس د ورځې څلور سوه ټنه خام تېل تولیدوي او شرکتونو ته د داوطلبۍ له لارې ورکول کېږي چې په کافې اندازه عواید ترې ترلاسه کېږي.

د خامو تېلو پروسس د هېواد په د ننه کې د بهرنیو او کورنیو انجنیرانو لخوا ترسره کېږي چې شل سلنه ونډه پکې د دولت ده.

په دې کیندنو کې اول درې کلونه د قرار دادي شرکت لپاره د انکشاف مرحله ده همدا اوس د نفتو او ګاز نهه څاګانې کشف شوي او کیندل شوي دي چې هره ورځ ترې څلورسوه ټنه خام تېل ترلاسه کېږي او د داوطلبۍ له لارې په شرکتونو پلورل کېږي.

ده زیات کړه: په سملاسي توګه د خامو تېلو نه د پروسس په نتیجه کې پټرول او ډېزل جوړېږي چې شاو خوا پنځه سوه تنه انجنیران، کارکونکي او کار ګران پکښې په کار بوخت دي چې د پراختیایې چارو په پیل کولو سره به دغه رقم دوه برابره لوړ شي.

ښاغلي افغان د قراردادونو شرایطو ته په اشارې سره وویل: چې هر قراردادي ته په یوې ماده کې ویل کېږي، چې که چېرې اړوند شرکت د کوم معقول عذر پرته تر دوه میاشتو پورې کارته چمتو نشي قرارداد یې لغوه کېږي. د ګاز او نفتو د قرار داد له مخې لمړی کال امتحاني دی او د قرارداد موده پنځه ویشت کاله ټاکل شوې ده. د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند وویل: چينايي شرکت په دې پروژه کې د 148 میلیونه ډالرو د پانګونې پلان لري او د هرکال لپاره نوی پلان او بودیجه په پام کې نیول کېږي. په تېرو قراردادو کې د یوې څاه د کیندنې لګښت اوه میلیونه ډالره وو، خو په نوي قرارداد کې د نوې ټکنالوژي په کارولو یاد لګښت درې میلیونه ډالرو ته را ټیټ شوی دی.

اوس مهال د نوموړې سیمې نه د ورځې څلورسوه ټنه خام تېل استخراج کېږي او په کور دننه کې د پروسس او پلورلو چارې د ازادې داوطلبۍ له لارې ترسره کېږي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *