افغانستان

د کندهار د پوهنې مطبعې له 20 کلن ځنډ وروسته بیا فعالیت پیل کړ

د کندهار ولایت د پوهنې مطبعې له شل کلن ځنډ وروسته یو ځل بیا فعالیت پیل کړ.

د کندهار ولایت د پوهنې مطبعې له شل کلن ځنډ وروسته یو ځل بیا فعالیت پیل کړ.

د یاد ولایت د پوهنې رئیس مولوي فخرالدین نقشبندي وايي؛ د پوهنې ریاست اړوند دا مطبعه د افغانستان اسلامي امارت په لومړۍ دوره کې فعاله شوې وه، چې په تېر شل کلن دور کې یې فعالیت په ټپه درېدلی وو.

نوموړی زیاتوي، چې له پرله‌پسې هڅو وروسته مو دا مطبعه بېرته فعاله او کار ته چمتو کړه.

د ښاغلي نقشبندي په وینا؛ دغه مطبعه په ورځني ډول د شاوخوا ۴۰ زره ورقو د چاپ وړتیا لري.

دا مطبعه یوازې د کندهار پوهنې ریاست اړوند نه، بلکې د زون په کچه د پوهنې ریاستونو اړتیاوې پوره کولای شي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *