جهان
اوکراین کې یو مسلمان د دفاع وزیر په توګه تاکل شوی
په داسې حال کې چې د اوکراین او روسیې تر منځ د روانې جګړې ۵۵۸ ورځې پوره کېږي، د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي
په داسې حال کې چې د اوکراین او روسیې تر منځ د روانې جګړې ۵۵۸ ورځې پوره کېږي، د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي د ټلګرام په یو پیغام کې ویلي، چې د خپلې کابینې د دفاع وزیر اولکسي رزنیکوف یې له دندې لرې او پر ځای یې روستم انور اغلو اومروف د نوي دفاع وزیر په توګه نوماند کړی دی.روستم د ازبکستان په سمرقند ښار کې زېږېدلی او اوس مهال د اوکراین تابعیت لري.