افغانستان

په کابل ښارکې د لګول شويو کامرو په اړه د بښنې نړيوال سازمان د استازي خبرو ته، د کورنيو چارو وزارت غبرګون

په کابل ښار کې د څه باندې ۶۲ زرو کامرو د لګیدو په اړه د بښنې د نړيوال سازمان د استازي خبرې، چې ګواکې دا کامرې د بشري حقونو د سرغړاوي، شخصي حريم ته د ننوتلو او د پابندي د لګیدو په موخه دي.

په کابل ښار کې د څه باندې ۶۲ زرو کامرو د لګیدو په اړه د بښنې د نړيوال سازمان د استازي خبرې، چې ګواکې دا کامرې د بشري حقونو د سرغړاوي، شخصي حريم ته د ننوتلو او د پابندي د لګیدو په موخه دي.

مونږ یې دا ډول بې اساسه ادعاوې په ټوله معنا سره ردوو، ځکه؛ کله چې امريکا او ناټو د خپلو موخو او استخباراتي معلوماتو لپاره د کابل په  شمول د هېواد ټولو زونونو کې د بالونونو په لګولو سره د څار کړنې ترسره کولې، نو هلته د بشري حقونو نقض او د شخصي  حريم مدافعانو ولې غږ نه پورته کوو؟

ټولو ته جوته ده، د امنیتي کامرو لګول یو امنیتي ضرورت دی چې نه يواځې په افغانستان؛ بلکې د نړۍ د هېوادونو په هر ښار او پلازمينه کې معمول دی.

اسلامي امارت هم د امنیت ټينګښت، د خلکو د ټولو حقونو ساتنې او همدرانګه ټولو شرعي اصولو پام کې نيولو ته ژمن دی، چې په اسلامي شريعت کې هيڅکله داسې اجازه نشته چې د يو چا شخصي حريم ته دې ګواښ او یا هم دې تر څار لاندې راوستل شي.

په کابل ښار کې لګول شوې کامرې د کورنيو چارو وزارت په وړانديز ولس په داسې ځايونو کې لګولې دې چې هغوی ټاکلي وو، د کورنيو چارو وزارت لخوا ورته کوم ځانګړی ځای د کامرو د لګیدو لپاره نه وو مشخص او همدارنګه د ټولو کامرو د کنټرول خونه خوندي ده او هيڅوک ورته د لاس رسي حق نه لري.

په پای کې د بښنې نړېوال سازمان او نورو سازمانونو څخه غوښتنه کوو، چې د افغانستان ځمکنیو واقعیتونو ته په کتلو سره موقف او يا هم د نظر څرګندونه وکړي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *