افغانستان

په غور کې ۱۳۰ لرغوني او تاریخي ځایونه ثبت او راجسټر شول

د غور د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسئولینو د یاد ولایت مرکز فیروزکوه او الله یار، شهرک، چهارسدې او دولینه ولسوالیو کې د ۱۳۰ لرغونو او تاریخي ځایونو د ثبت او راجستر خبر ورکړی دی.

د غور د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسئولینو د یاد ولایت مرکز فیروزکوه او الله یار، شهرک، چهارسدې او دولینه ولسوالیو کې د ۱۳۰ لرغونو او تاریخي ځایونو د ثبت او راجستر خبر ورکړی دی.

د غور د اطلاعاتو او کلتور رییس مولوي عبدالحي زعیم د باخترآژانس خبریال ته وویل، چې له دې مخکې د هېواد د اطلاعاتو او کلتور وزارت د لرغون پوهنې یو تخنیکي ټیم د لرغونو او تاریخي ځایونو د ثبت او راجستر په موخه یاد ولایت ته تللي وو او له یوې میاشتې راهیسې په یاد ولایت کې  د تاریخي او لرغونو ځایونو په ثبت او راجستر بوخت دي.

د لرغونپوهنې ریاست د کیندنو آمر او د دې ډلې رئیس محمد اورنګ مختار وايي، تراوسه د ضحاک کلا، د همایون شاه کلا، د محسن هشام کلا، د نقشي کلا او د لرغونو سیمو په ګډون ۱۳۰ تاریخي او لرغوني ځایونه  چې د بودايي، باختري، تیموریانو او غوریانو له دورې څخه دي د هېواد د اطلاعاتو او کلتور وزارت د تاریخي او لرغونو ساحو په ډيتا بیس کې ثبت او راجستر کړي.

د نوموړي په وینا، د لرغون پېژندې ریاست د پلان له مخې، به ثبت شوي ځایونه په راتلوونکو کلونو کې د یاد ریاست د مسلکي لرغونپوهانو له لوري په ملي او نړیوالو معیارونو سره سم قانوني کیندنې ترسره شي.

د غور ولایت اوسېدونکو د هېواد د اطلاعاتو او کلتور وزارت له اقدام څخه مننه وکړه او ویې ویل، غور یو تاریخي او لرغونی ولایت دی چې ډېرې تاریخي او لرغونې سیمې لرې چې تراوسه کشف او ثبت شوې نه دي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *